په وېکټوریا ایالت کې د کرونا وېروس ۵ نوې پېښې ثبت شوې

په وېکټوریا ایالت کې ۴۲ ورځې وروسته د کرونا وېروس ۵ نوې پېښې ثبت شوي. نوې پېښې په هغو هوټلونو کې ثبت شوي چې له بهر څخه راغلي آسټرالیایان په کې قرنطین دي.

Passengers are seen disembarking a SkyBus and entering a hotel quarantine facility in Melbourne, Monday, December 7, 2020

Passengers are seen disembarking a SkyBus and entering a hotel quarantine facility in Melbourne, Monday, December 7, 2020 Source: AAP

 د ویکټوریا ایالت د روغتیا ادارې لخوا خپاره شوي مالومات ښيي چې ، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په یاد ایالت کې د کرونا وېروس ۵ نوې پېښې ثبت شوي. دغه پېښې په هغو هوټلونو کې ثبت شوي چې اوسمهال له بهر څخه راغلي آسترالیایان په کې قرنطین دي.  څو ورځې وړاندې د ویکټوریا ایالت ته شاوخوا ۵ میاشتې وروسته بېرته نړیوال پروازونه پیل شول ترڅو په بهر کې بند پاتې آسټرالیایان بېرته خپل هېواد ته را ستانه کړي.
په تېرو څو ورځو کې له ۷۰۰ څخه زیات مسافر بېرته وېکټوریا ایالت ته را ستانه شوي چې اوسمهال په هوټلونو کې قرنطین دي. له دغې ډلې څخه شاوخوا ۵۵ کسان د کرونا وېروس نښې نښانې لري چې د ۵ کسانو د کرونا وېروس معاینې مثبت دي.
Coronavirus
Source: Twitter/ VicGovDHHS
د وېکټوریا ایالت د روغتیا برخې مرستیال، پروفیسور بین کووي خبریالانو سره په خبرو کې ویلي چې له بهرنیو هېوادونو څخه د مسافر له راتګ وروسته هغه کسان په هوايي‌ ډګر کې له نورو جلا کېږي چې د کرونا وېروس نښې نښانې لري. نوموړی وايي‌ چې له بهر څخه د راغلو مسافر ترڅنګ د هوټلونو د۲۰۰۰ کارکونکو د کرونا معاینې هم ترسره شوي دي.

د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ  د سریلانکا له کولمبو ښار څخه لومړنی پرواز شاوخوا ۵ میاشتې وروسته ملبورن ښار ته ترسره شو. اوسمهال هره ورځ له بهرنیو هېوادونو څخه یو زیات شمېر نوي مسافر بېرته د وېکټوریا ایالت ته را ستانه کېږي مګر مسافر باید آسټرالیا ته له سفر وروسته ۱۴ ورځې په هوټلونو کې قرنطین شي ترڅو وېروس په ټولنه کې نورو خلکو ته انتقال نشي.
د آسټرالیا اوسېدونکي باید له یو بل سره ۱.۵ فاصله و ساتي.

د کرونا وېروس آزموینه اوسمهال د اسټرالیا په بېلابېلو سیمو کې ترسره کېږي. که چېرې تاسو باور لرئ چې تاسو هم ممکن په کرونا وېروس اخته شوي یاست،  نو خپل ډاکټر ته زنګ ووهئ (لیدنه  ونکړئ) یا د کرونا وېروس د معلوماتو له ملي مرکز سره په  ۰۸۰ ۰۲۰ ۱۸۰۰ شمېره اړیکه ونیسئ. که تاسو په ساه اخیستلو کې ستونزه لرئ نو له 000  شمېرې سره اړیکه ونیسئ. 

تاسو کولای شئ، د خپل موبایل له اپ سټور څخه د کوېډ سېف (COVIDSafe) اپلېکېشن ډاونلوډ کړئ.

د اس بي اس شبکه ژمنه ده ترڅو تاسو ته د کرونا وېروس په اړه ستاسو په ژبه باوري راپورونه چمتو کړي. دلته تاسو کولای شئ  په ۶۳ ژبو خبرونه او معلومات پیدا کړئ: 

 



شریکول
خپور شوی 12/12/2020 په 7:10pm
سرچینه: AAP, SBS