ډ آسټرالیا په وېکټوریا ایالت کې یوځل بیا په کرونا وېروس د اخته کسانو شمېر زیات شوی. خپاره شوي آمار ښيي چې یواځې تېره ورځ ۳۳ نوي کسان په کرونا وېروس اخته شوي او د اخته کسانو شمېرې د لوړېدو په حال کې دي.
د وېکټوریا ایالت مشر، ډنیل انډریوز له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې، تېره ورځ ۲۰،۳۰۴ کسان ټیسټ شوي او د ۳۳ کسانو ټیسټ مثبت و. نوموړی زیاتوي، د اخته کسانو له ډلې څخه ۷ کسان په هوټل کې قرنطین شوي دي.
له ویکټوریا ایالت سره د مرستې په موخه د اسټرالیا دفاع وزارت پریکړه کړې ترڅو ۱۰۰۰ تنه سرتیري دغه ایالت ته واستوي. د پوځ د مرستې ترڅنګ د اسټرالیا د نورو ایالتونو مسولینو هم له یاد ایالت سره د مرستې ژمنه کړې ده.
راپورونه ښيي چې د اسټرالیا د ویکټوریا ایالت مسولینو له پوځ څخه د مرستې غوښتنه کړې و ترڅو سرتیري د هوټلونو د قرنطین او ټیست په برخه کې مرسته وکړي.
په داسې حال کې چې د ویکټوریا ایالت وضعیت د اندیښنې وړ دی، د اسټرالیا په نورو ایالتونو کې وضعیت ښه کېدو خوا روان ده او محدویتونه هم د کمېدو په حال کې دي.

Traffic management is seen outside a COVID-19 testing facility at Northland shopping centre in Melbourne. Source: AAP
تر دې دمه اسټرالیا کې ۷،۵۵۸ کسان په کرونا وېروس اخته شوي. ۱۰۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۶،۹۲۴ کسان بېرته ښه شوي.
په اسټرالیا کې مېشت کسان باید د یو بل ترمنځ، له یو نیم متر څخه زیات فزیکي واټن وساتي.
د کرونا وېروس آزموینه اوسمهال د اسټرالیا په بېلابېلو سیمو کې ترسره کېږي. که چېرې تاسو باور لرئ چې تاسو هم ممکن په کرونا وېروس اخته شوي یاست، نو خپل ډاکټر ته زنګ ووهئ (لیدنه ونکړئ) یا د کرونا وېروس د معلوماتو له ملي مرکز سره په ۰۸۰ ۰۲۰ ۱۸۰۰ شمېره اړیکه ونیسئ. که تاسو په ساه اخیستلو کې ستونزه لرئ نو له 000 شمېرې سره اړیکه ونیسئ.
تاسو کولای شئ، د خپل موبایل له اپ سټور څخه د کوېډ سېف (COVIDSafe) اپلېکېشن ډاونلوډ کړئ.
د اس بي اس شبکه ژمنه ده ترڅو تاسو ته د کرونا وېروس په اړه ستاسو په ژبه باوري راپورونه چمتو کړي. دلته تاسو کولای شئ په ۶۳ ژبو خبرونه او معلومات پیدا کړئ: