په وېکټوریا ایالت کې ۲۳ او نیو ساوت وېلز کې ۲۰ کسانو د کرونا وېروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی

په آسټرالیا کې د کرونا وېروس په اړه وروستي معلومات دلته لوستلی شئ.

sis malayalam

Source: AAP

له تېرو څو اوونیو راهیسې د آسټرالیا په بېلابېلو ایالتونو کې د کرونا وېروس پېښې یو ځل بیا د لوړېدو په حال کې دي. وړاندوینه شوې چې په راتلونکو څو اوونیو کې به د اخته کسانو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راشي.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۳ کسانو په نیو ساوت وېلز او وېکټوریا ایالتونو کې د کرونا وېروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د نیو ساوت وېلز ایالت د روغتیا ادارې لخوا خپاره شوي معلومات ښيي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه ایالت کې ۴۸ زره او ۷۶۸ نوي کسان په کرونا ویروس اخته شوي. له دغې ډلې څخه  ۲۷ زره  او ۲۰ نوې پېښې د پي سي آر معاینې او ۲۱ زره او ۷۴۸ نوې پېښې د چټک انټیجن آزموینې له لارې پېژندل شوي دي.

د نیو ساوت وېلز ایالت په روغتونونو کې د کرونا وېروس د ناروغانو شمېر ۲۵۷۶ کسانو ته رسېدلی دی او ۱۹۳ کسان په روغتونونو کې تر جدې درملنې لاندې دي.

'وېکټوریا کې ۲۳ کسان مړه شوي'

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په وېکټوریا ایالت کې د کرونا وېروس ۲۵ زره او ۵۲۶ نوې‌ پېښې ثبت شوي او ۲۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په نویو اعلان شویو پېښو کې د چټکۍ معاینې لارې شاوخوا ۱۲ زره پېژندل شوې پېښې هم شاملې دي.
د وېکټوریا ایالت د روغتیا ادارې له هغو کسانو څخه مننه کړې چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا وېروس معاینې کړې او واکسینونه یې ترلاسه کړي.

د دغې ادارې لخوا خپرې شوې شمېرې ښيي چې په وېکټوریا ایالت کې د کرونا وېروس ۱۰۵۴ ناروغان تر درملنې لاندې دي.

په وېکټوریا کې د هغو کسانو فیصدي ۲۲ سلنه ته پورته شوې چې د کرونا وېروس تقویتی (دریم) ډوز یې ترلاسه کړی دی.

'تزمانیا کې شاوخوا ۱۱۰۰ نوې پېښې ثبت شوي'

په تزمانیا ایالت کې د کرونا وېروس ۱۱۳۹ نوې مثبت پېښې پېژندل شوي او د ټولو فعاله پېښو شمېر را کم شوی دی.

په دغه ایالت کې د کرونا وېروس ۲۲ ناروغان اوسمهال په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي او یو کس د جدي څار په څانګه کې تر درملنې لاندې دی.

په تزومانیا ایالت کې ۸۸۴ نوې مثبت پېښې د چټک انټیجن ټېسټ او ۲۲۵ پېښې د پي‌ سي‌ آر ازموینې له لارې پېژندل شوي.


شریکول
خپور شوی 15/01/2022 په 11:45am
سرچینه: SBS News