Interactive

د طالبانو درې کلنه واکمني؛ پر خبریالانو او رسنیو د بندیزونو زیاتوالی

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ درې کاله تېر شول. په دې موده کې طالبانو د ټولنې پر بېلابېلو برخو ډېر محدودیتونه لګولي دي. یو سکټور چې د طالبانو له دې بندیزونو څخه تر ټولو زیات زیانمن شوی دی هغه د افغانستان رسنۍ او خبریالان دي.

AFGHANISTAN-SOCIETY-MEDIA

د جمهوریت له سقوط وروسته په سلګونه خبریالان د خپل مسلک او هېواد پرېښودلو ته اړ شوي. Source: AFP / WAKIL KOHSAR/AFP via Getty Images

د اګسټ د میاشتې ۱۵مه نېټه پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنۍ له درېیمې کالیزې سره برابره ده. درې کاله وړاندې طالبان په همدې ورځ یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شول.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د طالبانو له واک ته د رسېدو وروسته په خپل لومړي خبري کنفرانس کې وویل: "موږ غواړو چې ټولې رسنۍ ازادې او خپلواکې وي او خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي."
TOPSHOT-AFGHANISTAN-CONFLICT
نخستین کنفرانس ذبیح‌الله مجاهد سخنگوی طالبان، پس از دوباره حاکم شدن این گروه بر افغانستان Source: AFP / HOSHANG HASHIMI/AFP via Getty Images
خو د طالبانو د ویاند د دغو څرګندونو برعکس، د هرې ورځې په تېرېدلو سره پر رسنيو او خبريالانو محدوديتونه لګول کېږي، رسنيز فعاليتونه بندېږي او خبريالان زنداني کېږي. د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې په تازه راپور کې ویل شوي چې د طالبانو حکومت په ننګرهار ولایت کې د ۱۴ رسنیو د فعالیت ځنډولی دی.

د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ بنسټونو راپورونه ښيي چې، د طالبانو د استخباراتو اداره د خبریالانو په زنداني کولو او شکنجه کولو سره هغوی مجبوروي ترڅو د دوی غوښتنې ومني او په سانسور لاس پورې کړي.

د جمهوریت له سقوط وروسته په سلګونه خبریالان د خپل مسلک او هېواد پرېښودلو ته اړ شوي. په تېرو درې کلونو کې دیری خبریالان ایران او پاکستان ته کډه شوي ترڅو له هغې لارې لویدیځو هېوادونو ته ولاړ شي.

ميرويس حيدري يو له هغو افغان خبريالانو څخه دى چې له تېرو ١٤ کلونو راهيسې يې له بېلابېلو رسنيو سره کار کړى او په دې وروستيو کې يې د آسټرالیا بشردوستانه ويزه ترلاسه کړې او دغه هېواد ته راغلی. هغه اوسمهال په سیډني کې ژوند کوي.
Mirwais Haidari
Credit: Supplied by Mirwais Haidari
ښاغلي حیدري له اس بي اس دري سره په خبرو کې ویلي چې تصمیم یې نه درلود چې افغانستان پرېږي او د جمهوریت له سقوط وروسته یې هم خپلې دندې ته دوام ورکړ، مګر د وخت په تېرېدلو سره طالبانو پرې فشار راوړ او د هېواد پرېښودلو ته اړ شو.

" له سقوط وروسته چې کله زه دفتر ته لاړم او غوښتل مې چې خپله ټلویزیوني خپرونه پیل کړم، ما ولیدل چې یو طالب په کنټرول روم کې ولاړ و او بل په سټوډیو کې ولاړ و. دوی ما ته امر وکړ چې مرکه د دوی له خوښې سره سمه ترسره کړم او هر څه دوي کنټرولول."

"څلور ورځې وروسته د طالبانو یوه بله ډله یو ځل بیا زموږ دفتر ته راغله او لیکلې پوښتنې یې راکړې او راته یې وویل خلکو ته ووایه چې د اسلامي امارت ډله ښه خلک دي، خلک باید له دوی ونه ویریږي، ترهګر نه دي او موږ د امنیت په خاطر د خلکو د خوندیتوب لپاره راغلي یو.»
مجیب الرحمن اورنګ یو بل خبریال دی چې له تېرو ۶ کلونو راهیسې له رسنیو سره کار کوي. نوموړی د جمهوریت له سقوط پاکستان ته کډه شوی او اوسمهال د آسټرالیا ویزې ته په تمه دی.

هغه له اس بي اس پښتو سره په خبرو کې ویلي چې خبریالانو اوسمهال په افغانستان کې له "ګنو ستونزو سره مخامخ دي" او طالبان پر خبریالانو فشار راوړي ترڅو په سانسور لاس پورې کړي.

"زه په خپله په څو څو ځله مجبوره کړل شوی یم چې د طالبانو په اړه انتقادي خبرونه، د انجونو د تعلیم او ښځو په اړه خبرونه یا پوسټونه ډیلیټ (پاک) کړم. حتی په ځینو مواردو کې به یې د خپرونو، نه خپرولو ته مجبورولم."

ښاغلی اورنګ وايي چې پاکستان ته کډه شوي خبریالان هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي چې په هغو کې اقتصادي او رواني ستونزې شاملې دي.
Mujeeb Awrang
Credit: Supplied by Mujeeb Rahman Awrang
حفیظ الله بارکزی د افغانستان د ژورنالیستانو د اتحادیې مشر دی. هغه اقتصادي ستونزې یو له سترو ننګونو څخه ګڼي چې په افغانستان کې خبریالان ورسره لاس او ګریوان دي.

هغه وايي، په افغانستان کې د بیان ازادي شته او د شکایتونو د څېړنې او سرغړونې کمیسیون له تېرو دوو کلونو فعالیت لري.

"خبریالان او د رسنیو کارمندان سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي."

"د خبریالانو د ملاتړ سازمانونه همدا اوس کولای شي چې اصولاً دخبریالانو د حقوق څخه دفاع وکړي او خبریالان هم باید د ژورنالیزم له معیارونو او اصولو سره سم عمل وکړي."


" موږ د جمهوریت په دورې کې ۵۷۰ رسنۍ درلودې او دلیل د سقوط د رسنیو هم معلوم ده، کله چې ډونران ولاړل یو تعداد رسنیو هم سقوط وکړ. خو ورو ورو بیرته نوې رسنۍ او پخوانۍ رسنۍ فعاله شوې. اوسمهال څه کم ۴۰۰ - څلور سوه رسنۍ فعال دي."

LISTEN TO
Barekzai image

د افغانستان د ژورنالیستانو د اتحادیې مشر، حفیظ الله بارکزی

03:12
د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) د خبریالانو او رسنیو په اړه په خپل تازه راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته نږدې ۵۰ سلنه رسنیو خپل فعالیتونه بند کړي او ۹۰ سلنه ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

اس بي اس پښتو له طالبانو سره د خبریالانو دوضعیت په اړه د نظر لپاره اړیکه نیولې، مګر طالبانو تر دې دمه خپل نظر ندی شریک کړی.

میرویس حیدري او مجیب الرحمن اورنګ له غربي هېوادونو په ځانګړې توګه له آسټرالیا غواړي ترڅو خبریالانو ته د ویزو په ورکولو کې لومړیتوب ورکړي.

د آسټرالیا د کورنیو چارو وزارت اس بي اس پښتو او دري ته ویلي چې اوسمهال د افغانانو د بشردوستانه ویزو غوښتنلیکونو ته کتنه کوي، مګر د غوښتنلیکونو د زیات شمېر له امله به د ټولو غوښتنلیکونو ارزونه وخت ونیسي.

دغه وزارت خبریالانو ته د ویزو ورکولو او هغوي ته د لومړیتوب په اړه څه نه دي ویلي.
Refugee
Credit: Department of Home Affairs
د آسټرالیا حکومت یوه پالیسي لري چې لارښوونه کوي کومو غوښتنلیکونو ته لومړیتوب ورکړل شي. د افغانانو لپاره، دا پالیسي په هغو کسانو تمرکز کوي چې له افغانستان څخه بهر دي او له لاندې ډلو څخه وي:

د آسټرالیا د حکومت لخوا تصدیق شوي پخواني محلي کارمندان (LEE) او د دوی د کورنۍ نږدې غړي (ښځه او له ۱۸ کلونونو کم عمر لرونکي ماشومان).

د کډوالۍ او بشردوستانه ویزو لرونکو افغانانو د کورنۍ نږدې غړي ( ښځه او له ۱۸ کلونونو کم عمر لرونکي ماشومان).

هغه کسان چې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ (UNHCR) لخوا آسټرالیا ته د بیا مېشتېدنې لپاره معرفي شوي اوسي.

د پیژندل شويو لږکیو ډلو غړي ( لکه ښځې او نجونې، توکمیز اقلیتونه او +LGBTQI) چې د UNHCR یا په آسټرالیا کې د کورنۍ نږدې غړي لخوا وړاندیز شوي اوسي.

دا راپور د اس بي اس دری په همکارۍ چمتو شوی.

شریکول
خپور شوی 15/08/2024 په 11:08am
اپډیټ شوی 15/08/2024 په 1:59pm
سرچینه: SBS