په افغانستان کې یو شمېر لوستي ځوانان او د دولتي ادارو څخه لرې شوي کارکوونکي د بې کارۍ او بد اقتصادي وضعیت له امله شکایت کوي.
دغه شمېر کسان وايي، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیاځلې واکمنۍ وروسته ورځ تر بلې د بیکارۍ کچه د لوړېدو په حال کې ده چې له امله يې دوی له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
رفیع الله یو له هغو کسانو ده چې له نږدې دریو کلونو راپدېخوا يې خپله دنده له لاسه ورکړې او دم کړۍ له بد اقتصادي وضعیت سره مخامخ ده.
هغه له اس بي اس پښتو سره په خبرو کې وویل، له تېرو دریو کلونو راپدېخوا د کار په لټه کې دی خو کار ورته نه پېدا کیږي.
نوموړی د طالبانو له حکومت څخه غواړي چې د ده په څېر هغو ځوانانو لپاره چې کاري فرصتونه يې ورڅخه اخیستي، د کار زمېنه ورته برابره کړي.
مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.