توکیلاو (Tokelau) په سویلي آرام سمندر کې نوي زیلنډ پورې تړلې سیمه ده چې د نوي زیلنډ او امریکا د هاوايي ایالت ترمنځ، په نیمه لار کې موقعیت لري.
توکیلاو درې ټاپوګانې لري چې د آتافو، نوکونونو و فاکاوفو په نومونو یادېږي.
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) لخوا د کرونا وبا له اعلان څخه دوه کاله، دوه میاشتې او ۹ ورځې وروسته په توکیلاو کې د کرونا وېروس لومړۍ پېښې ثبت شوې دي.

د نوي زیلنډ دفاعي ځواک لخوا توکیلاو ټاپوګانو ته د کوویډ -۱۹ واکسین د لېږد چارې Credit: NZ Defence Public Affairs
د توکیلاو حکومت د مشر، سیوپیلي پیریز لخوا په یوې خپرې شوې اعلامیې کې راغلي چې دغه پېښه د چټک انټيجن (رپید انټیجن) ټېسټ له ترسره کېدو وروسته معلومه شوې او اخته کسان اوسمهال په قرنطین کې دي.
د توکیلاو ټاپوګانې شاوخوا ۱۵۰۰ نفره نفوس لري او ۹۶ سلنه په شرایطو برابرو کسانو یې د کرونا واکسین ترلاسه کړی دی.
د نوي زیلنډ د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د ډسمبر تر ۳۰ مې نېټې به یادو ټاپوګانو ته طبي تجهیزات، بوسټر واکسینونه، د چټګ انټیجن ټیسټونه او د شخصي خوندیتوب شیان ورسېږي.
لا ډېر ولولئ

آیا ماشومان د کووېډ-۱۹ واکسین ته اړتیا لري؟
د توکیلاو تر ټولو نږدې ګاونډی د سمووا هېواد دی چې شاوخوا ۵۰۰ کیلومتره ورڅخه لرې پروت دی. دغو ټاپوګانو ته یواځې د کښتیو له لارې خلک سفر کولای شي او شاوخوا ۲۴ ساعته وخت نیسي.
مسئولین پدې باور دی چې دغو ټاپوګانو ته د کرونا وېروس د هغې ډلې سیلانیانو لخوا انتقال شوی چې د سمووا هېواد له اپیا سیمې څخه ورغلي وه.
دغو ټاپوګانو ته ډیری د نوي زیلنډ او هاوايي ایالت داسې اوسېدونکي ورځي چې د توکیلاو اصلي اوسېدونکي دي.
زمونږ خپرونه دلته یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.