په بریټانیا کې څېړونکي پدې توانیدلي ترڅو داسې درمل پیدا کړي چې کولای شي د کووېډ-۱۹ ناروغانو درملنه وکړي. یاد درمل د ډېکسا میټازون (Dexamethasone) په نوم یادېږي چې ارزان بیه دي او خلک کولای شي په اسانۍ سره ورته لاسرسۍ ولري.
ډېکسا میټازون لومړنۍ دوا ده چې کولای شي په کرونا وېروس د اخته کسانو ژوند وژغوري. د بریټانیوي څېړونکو دغه کار له کرونا وېروس سر د مبارزې په برخه کې مهمه ګام بلل کېږي.
د بریټانیا د اکسفورډ پوهنتون څېړونکو، د یوې څېړنې پرمهال د ډېکسامیټازون درمل په روغتونونو کې په ۲۰۰۰ ناروغانو آزمایلي او ۴۰۰۰ نورو ته یې دغه درمل ندي ورکړي. د څېړنې په پایله کې موندل شوي چې د ډېکسامیټازون درمل کولای شي ۴۰ سلنه د مرګ کچه را کمه کړي چې دا خورا مهم پرمختګ دی.
تردې دمه په توله نړۍ کې په کرونا وېروس د اخته کسانو شمېرې له ۸ میلونو کسانو څخه زیاتې شوي. شاوخوا ۴۴۰ زره کسانو د نړۍ په بېلابېلو هېواونو کې خپل له لاسه ورکړی او شاوخوا ۴ میلیونه او ۳۰۰ زره کسان بېرته ښه شوي.
په اسټرالیا کې مېشت کسان باید د یو بل ترمنځ، له یو نیم متر څخه زیات فزیکي واټن وساتي.
د کرونا وېروس آزموینه اوسمهال د اسټرالیا په بېلابېلو سیمو کې ترسره کېږي. که چېرې تاسو باور لرئ چې تاسو هم ممکن په کرونا وېروس اخته شوي یاست، نو خپل ډاکټر ته زنګ ووهئ (لیدنه ونکړئ) یا د کرونا وېروس د معلوماتو له ملي مرکز سره په ۰۸۰ ۰۲۰ ۱۸۰۰ شمېره اړیکه ونیسئ. که تاسو په ساه اخیستلو کې ستونزه لرئ نو له 000 شمېرې سره اړیکه ونیسئ.
تاسو کولای شئ، د خپل موبایل له اپ سټور څخه د کوېډ سېف (COVIDSafe) اپلېکېشن ډاونلوډ کړئ.
د اس بي اس شبکه ژمنه ده ترڅو تاسو ته د کرونا وېروس په اړه ستاسو په ژبه باوري راپورونه چمتو کړي. دلته تاسو کولای شئ په ۶۳ ژبو خبرونه او معلومات پیدا کړئ: