په داسې حال کې چې د ژوند لګښت په آسټرالیا کې زیات شوی، د دغه هېواد په ډېریو برخو کې د کرایې زیاتوالی په کورنیو مالي فشار نور هم زیاتوي.
د ډومېن (Domain) شرکت لخوا په یوه خپاره شوي راپور کې راغلي چې په تېر یوه کال کې د آسټرالیا په ۶ ایالتونو او دوو سیمو کې د کورونو کرایې لوړې تللي دي.
په اوسط ډول سره د آسټرالیا په مرکزي ښارونو کې تر سپتمبر میاشتې پورې، په یوه کال کې د کورونو کرایې ۱۲.۸ سلنه او د اپارتمانونه کرایې ۱۶.۷ سلنه پورته تللې دي.
LISTEN TO

کرایي کور، ستاسو حقونه او مسئولیتونه
15:53
د آسټرالیا د احصایې ادارې آمار ښيي، په ۲۰۲۱ کال کې شاوخوا ۹.۸ میلیونه کورونه په آسټرالیا کې ثبت شوي وه چې ۳۱ سلنه یې کرایي کورونه وه.

په داسې حال کې چې د کرونا د وبا پرمهال په آسټرالیا کې د کورونو کرایې راټیټې شوې، مګر له کرونا وروسته د کورونو لپاره د تقاضا زیوالی او په مارکېټ کې د کورونو د عرضې کموالی، د دې لامل ګرځېدلي ترڅو د کورونو کرایې لوړې شي.
د پروپټرېک ادارې اقتصاد پوه، انګس مور وايي، د کرایي کورونو او انتخاب کمووالی د دي لامل ګرځېدلي ترڅو کرایه پورته ولاړه شي.
هغه وايي: "د خالي ځایونو شمېر خورا ټیټ دی، په realestate.com.au کې د کرایې کورونو شمیر د کرونا له وبا مخکې حالت څخه کم دی."

Source: SBS
د نیو ساوت وېلز ایالت د کرایه ورکوونکو اتحادیې اجراییوي مشر، لیو پیټرسن راس وایي دا څرګنده نده چې تر کومه وخته به د کورونو کرایې لوړېږي، مګر کورنۍ لا دمخه د فشار احساس کوي.
"داپه رښتیا ډېر د اندېښنې وخت ده. یو زیات شمېر خلک موږ ته زنګ وهي چې د کورونو پیدا کولو، لوړې کرایې او د خپل کور د بودیجې په اړه اندېښنه لري."
کرایه ورکوونکي څرنګه کولای شي، دې حالت سره مبارزه وکړي؟
په داسې حالت کې چې د کورونو کرایې د لوړېدو په حال کې دي. کرایه ورکوونکي ډېر څه نشي کولای، مګر کولای شي پداسې ځای کې کور پیدا کړي چېرته چې په مارکېټ کې کرایي کورونه زیات وي.
د کینسټار له ادارې څخه سټیو میکن بیکر وايي: " تاسو کولی شئ، د یوې داسې ساحې په لټه کې شئ چې د خالي کورونو شمېر په کې زیات وي، ترڅو تاسو فشار لاندې ونه اوسئ"
ښاغلی پیټرسن راس وایي، د ډېرېدونکې کرایې له اغیزې سره د مبارزې لپاره "خلک ډېره څه نشي کولای."

What you need to know about the mandatory safety check for rental homes in Victoria from March 29 Source: Getty / Getty Images
ښاغلی پیټرسن راس وايي که چېرې ستاسو د کور مالک، ستاسو کرایه زیاته کړي نو تاسو کولای شئ د کرایه ورکوونکو له اتحادیې او یا هم د خپلې ټولنې له حقوقي مرکز سره اړیکه ونیسئ او له خپلو شرایطو سره مناسبه مشوره ترلاسه کړئ.
هغه وايي، د کرایي کورونو لپاره د تقاضا له لوړوالي سره، مارکېټ او حقوقي ادارو د کورونو مالکینو او د ملکیت مدیرانو ته د خبرو اترو او معاملې لپاره زمینه برابره کړې ده.
د کور مالک او کرایه ورکوونکي ترمنځ خبرې اترې د لومړي ګام په توګه وړاندیز کیږي ځکه چې د کور مالک اختیار لري ترڅو د کرایې د زیاتوالي مقدار بیرته واخلي یا کم کړي.
ښاغلی پیټرسن وايي، که چېرې یو کرایه ورکوونکې د کرایې د لوړوالي په اړه خوښ نه وي، نو کولای شي په محلي محکمې، کمیشنرۍ یا ټرایبیونل کې خپله دوسیه ثبت کړي.
په محکې کې پرېکړه د قاضي لخوا نیول کېږي، د دې خبرې ضمانت نشته چې محکمې ته له تګ سره به د کرایې لوړوالي پرېکړه لغوه شي.
زمونږ خپرونه دلته یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.