د اسټرالیا ۳۰ سلنه اوسیدونکي په کرایي کورونو کې ژوند کوي

General view of public housing at Rosemeadow in the south west of Sydney, Wednesday, May 6, 2015. (AAP Image/Dan Himbrechts) NO ARCHIVING

General view of public housing at Rosemeadow in the south west of Sydney, Wednesday, May 6, 2015. (AAP Image/Dan Himbrechts) NO ARCHIVING Source: AAP

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

په اسټرالیا کې د بې روزګارۍ کچه تر پخوا راټیته شوې خو تر اوسه د اسټرالیا یو زیات شمېر اوسیدونکي نشي کولای ترڅو خپل شخصي کورونه ولري.


 د استرالیا د روغتیا او هوساینې انستتیوت ، یو نوی راپور ښيي چې د دغه هیواد شاوخوا ۳۰ سلنه اوسیدونکي خپل شخصي کورونه نلري او په کرایي  یا هم دولتي کورونو کې ژوند کوي . ډیری هغه کسان چې په اسټرالیا کې په کرایي کورونو کې ژوند کوي ځوانان دي. د ۲۰۱۶ کال د احصایې ادارې آمار ښيي چې په استرالیا کې ۵۴ سلنه ځوانان په کرایي کورونو کې ژوند کوي او هغه کسان چې له ۵۵ کلونو لوی عمر لري یواځې ۱۱ سلنه یې بې کوره دي. 

د استرالیا د نیو ساوت ویلز پوهنتون یو راپور ښيي چې ، اوسمهال په استرالیا کې له  ۶۰۰  زره څخه زیات ارازانه او دولتي کورنو ته اړتیا لیدل کېږي چې د وخت په تېریدلو سره د خلکو اړتیا ارزانه او دولتي کورونو ته نوره هم زیاتېږي. د دغې ستونزې د حل لپاره پکار ده ترڅو په راتلونکو ۱۶ کلونو کې له یو میلیون څخه زیات کورونه جوړ شي.

 

پدې اړه لا ډېر معلومات په راپور کې اوریدلی شئ.


شریکول