۱: د زده کړې ويزه څه شی ده؟
.دا هغه ويزه ده چې له مخه يې تاسې اسټراليا ته زده کړې لپاره راتلای شئ

International students at Melbourne University in Melbourne, Wednesday, May 8, 2012. (AAP Image/Julian Smith) NO ARCHIVING Source: AAP
۲: زده کړې کومې ويزې شتون لري؟
د زده کړې بيلابيلې ويزې شتون لري او دا دې پورې اړه لري چې کومې برخه کې تاسې زده کړه کول غواړئ.
د زده کړې ويزې په لاندې برخو کې ترلاسه کولای شئ.
- د لوړو زده کړو ويزه
- ښونځي کې زده کړه کول
- روزنه، د روزنې برخه کې بلنليک يا Sponsorship اخيستل
- اسټراليا ته راتګ او ورسره زده کړه کول

Two female students working with teacher in computer classroom Source: AAP
۳: کوم کسان کولائ شي چې د زده کړې ويزې ته غوښتنليک ورکړي؟
بهرني زده کوونکي چې غواړي اسټراليا کې پوره وخت لپاره راجسټر شوو برخو کې زده کړه وکړي.

Students smiling in hallway at school, low angle view Source: AAP
۴: د زده کوونکو غوښتنليک څنګه ارزول کيږيِ؟
- اسټراليا کې د زده کړې دوران د زده کوونکي مالي لږښت لپاره په کافي اندازي پيسې لرل په پام کې نيول کيږي.
- د زده کړې لږښت
- د سفر کولو لږښت او که تاسو سره ستاسو کورنۍ راځي نو د هغو لږښت ته هم بايد کافي اندازه پيسې ولرئ.
- انګليسي ژبه باندې د زده کړې تر حده پوهه لرل
- د زده کړې ليول له مخه د پاسپورټ او طابعت ارزول

An Australian passport pictured in Brisbane, Thursday, July 25, 2013. (AAP Image/Dan Peled) NO ARCHIVING Source: AAP
د يادو ويزو شرايط؟
يادې ويبپانې کې تاسو ته د زده کړې او هم د کار شرايط ښودل کيږي.

students random 4 by pixabay_public domain Source: Public Domain
د زده کړې برخه کې که کوم شکايت لرئ نو څنګه مرسته ترلاسه کولای شئ؟
اسټراليا کې د ښوونې ټول مرکزونه د قانون له مخه کار کوي او که کوم زده کوونکی شکايت لري نو کولای شئ چې د له ادارې څخه مرسته تر لاسه کړي.

Flickr/Pingz Man Source: Flickr
اسټراليا کې د ميشتيدنې په اړه نور معلومات

د ميشتيدنې لارښود: اسټراليا کې د زده کړې ويزو معلومات