په زیمبابوې کې د ورک شوي آسټرالیایي سیلاني لټون روان دی

د زیمبابوې په وېکټوریا فالس ملي پارک کې یو آسټرالیایی سیلانی ورک شوی، دغه پارک د نړۍ له طبیعي عجایبو څخه یو دی.

Huge gorge with water falling of a cliff's edge with steam clouds rising out of the crevice. Lots of trees surrounding this aerial view of a national park.

په زیمبابوې کې د ورک شوي آسټرالیایي سیلاني لټون روان دی. Source: Getty / V Giannella/De Agostini

د زیمبابوې د پارکونو ویاند ویلي چې د دغه هېواد د ویکتوریا فالس په ملي پارک کې یو آسټرالیایی سیلانی ورک شوی دی.

د زیمبابوې د ملي پارکونو او ځنګلي ژوند د ادارې ویاند تیناشې فاراو اسوشیټیډ پریس خبري اژانس ته ویلي چې دغه سیلانی د جمعې په ورځ په پراخ باراني ځنګل کې ورک شوی دی.

فاراو ویلي:"موږ یو بشپړ ټیم لرو چې پولیس پکې د سیلانیانو په لټه کې دي. موږ په ځمکه کې سپي، ډرون او تعقیبونکي (ټرکرونه) ځای پرځای کړي دي."

هغه ویلي چې ورک شوی سیلاني ۶۷ کاله عمر لري، مګر د هغه په اړه یې نور معلومات ندي شریک کړي.
دا ډول پیښې په ویکټوریا فالس کې نادرې دي، هغه ځای چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه په زرګونو سیلانیان د دې ملي پارک لیدلو ته را جلبوي.

دې ته ورته ځینې قضیې د زیمبابوې په نورو پارکونو کې ثبت شوي. یو آلمانی سیاح چې تېر کال په شمالي زمبابوې کې د متوسډونا په ملي پارک کې ورک شوی و، له راپور درې ورځې وروسته ژوندی او په ښې روغتیا کې وموندل شو.

شریکول
خپور شوی 26/02/2024 په 11:00am
لخوا Mujeeb Muneeb
سرچینه: AAP