که چېرې تاسو هم د لوړو زده کړو لپاره نوم لیکنه کوئ، نو تاسو هم ممکن په شرایطو برابر اوسئ ترڅو له حکومت څخه پور ترلاسه کړئ او د کار له موندلو وروسته پور بېرته ورکړئ.
د لوړو زده کړو د پیل پرمهال یو شمېر زده کړیالان کولای شي خپل فیسونه ورکړي، مګر ډیری غواړي له حکومت څخه د لوړو زده کړو لپاره پور ترلاسه کړي.
د لوړو زده کړو لپاره له حکومت څخه د پور ترلاسه کولو پروګرام د HELP په نوم پیژندل کیږي
د مرستې ترلاسه کولو پنځه ځانګړي سکیمونه شته، مګر د HECS-HELP او FEE-HELP پروګرامونه یې ډېر عام دي.

ستاسو د مرسته قرض څنګه حساب کیږي Source: Getty / Getty Images/Kanawa_Studio
زموږ خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.