اسټراليا کې د امهال يو ميليون کسان پر لنډمهالو ويزو ژوند کوي او يادو کسانو کې هغه پناه غوښتونکي هم شامله دي کومو چې تر دې دمه د اسټراليا دايمي ويزه نده ترلاسه کړې.
د اسټراليا حکومت د کويډ-۱۹ لپاره خپلو اتباعو او دايمي ويزو اوسيدونکو سره يو لړ مرستو لړۍ پيل کړې او له يادو مرستو څخه دا مهال ميليونونه اسټراليايان ګټه پورته کوي.
ولې بله خوا بيا يو ميليون کسان کوم چې اسټراليا کې اوسيږي لدې مرستې محرومه دي او خپلو کارونو له لاسه ورکولو سره دوی د حکومت لخوا نوو اعلان شوو مرستو څخه هم محرومه دي.
اسټراليا کې شاوخوا ۲۰۰ ادارو په کوم کې چې د بشر حقونو ادارې، ټولنې او نور مدافعين شامله دي په يو غږ يې له لومړي وزير سکاټ مورسين څخه غوښتي ترڅو دې اسټراليا کې ۱ ميليون لنډمهالو ويزو لرونکو سره مرسته وکړي.
اسټرليا کې ۲۰۰ ټولنو په ګډه لومړي وزير ته ليک استولی او اسټراليا کې د بې وزلو مهاجرو سره يې د مرستې غوښتنه کړې.

لومړي وزير ته ليک کې ليکل شوي "داچې اسټراليا او نړۍ د کويډ-۱۹ اغيزو څخه ډيره زيانمنه شوې نو دا خبر څرګنده ده چې دا مهال زمونږ اسټراليايي ټولنه کې بې وزله کسانو سره چلند زمونږ پر ژوند مخامخ اغيز کوي."
اسټراليا کې له ۲۰۰ ډير خيريه موسسو له حکومت څخه غوښتي ترڅو دې مهاجرو ته د حکومتي مرستو ترلاسه کولو لپاره اجازه ورکړي يادو کسانو کې هغه مهاجر چې د اسټراليا لنډمهاله ويزې لري او يا بريجينګ ويزه لري شامله دي.
"اسټراليا کې زرګونه پناه غوښتونکي له نا معلوم حالت سره ژوند کوي، دا پناه غوښتونکي لا تر اوسه قبول شوي ٍندي او نه هم ورسره له د اسټراليا اتباعو او يا نورو دايمي ويزو لرونکو کسانو په شان ورسره مرسته کيږي.
د پناه غوښتونکي مدافعين وايي، همدا بې وزله کسان پر کويډ-۱۹ مبتلا کيدو له ستر خطر سره مخ دي او د کويډ-۱۹ خطر تر څنګ ډيري له همدو مهاجرو څخه له اقتصادي بحران څخه هم سر ټکوي.
اسټراليا کې د روغتيا وباوو کار پوه پروفيسر ميکل ټول وايي، يو هيواد کې وبا هغه مهال ډير ويجاړی رامينځته کوي کله چې حکومت د هيواد تر ټولو بې وسه او زيانمنيدونکي خلک له پامه وغورځوي. ښاغلی وايي، سينګاپور، قطر، عرب امارات او سعودي عرب ښه مثال کيدلی شي ځکه د شته کرونا وبا سره مبارزې برخه کې يادو هيوادونو کې بې وزله کسان له پامه وغورځول شول.
د اسټراليا د کډوالو شورا وايي، د وبا له پيل څخه پناه غوښتونکو او هغه کسان کوم چې بريجينګ ويزې سره اسټراليا کې ژوند کوي خبر ورکړ چې دوی خپل کارونه له لاسه ورکړي.

Source: AAP
اسټراليا کې د کډوالو شورا مشر پاول پاور وايي، که چيرې حکومت په دوامداره ډول دا خلک په ژمي کې له پامه وغورځوي نو ددې ويره شته چې ستر ناورين به رامينځته شي.
د اس بي اس شبکې ۶۳ ژبو باندې تاسو ته اړين معلومات په يو ځای کې راغونډ کړي.
sbs.com.au/coronavirus
اسټراليا کې بايد کسان له يو بل څخه ۱.۵ متره فاصله غوره کړي او له دوو کسانو ډير يو وخت کې نشي راټوليدلی.
د کرونا وايروس نښې له يو عادي شکل څخه تر نمونيا يا سينه بغل چې په هغې کې ساه تنګي وي ليدل کيږي.
د کرونا وايروس نښو کې تبه، ټوخی، ستونې درد، سست والی او ساه تنګي شامله وي.
که تاسې له بهر څخه اسټراليا ته راغلي اوسئ او ۱۴ ورځو کې دننه دا نښې ځان کې وګورئ او يا له داسې يو کس سره نږدې اړيکه کې وئ کوم چې د کرونا وايروس يې لرلی وي نو داسې حالاتو کې روغتيايي مرسته ترلاسه کړئ.
که تاسې سوچ کوئ چې د کرونا وايروس لرئ خپل ډاکټر ته مخکې له تګ څخه ټليفون وکړئ او يا د کرونا وايروس لپاره د مرستې ملي شميرې ته ۱۸۰۰۰۲۰۰۸۰ زنګ ووهئ.