د بشر حقونو کميشنر له اسټراليا حکومت څخه د کډوالو او پناه غوښتونکو ژر خوشې کولو غوښتنه وکړه

د اسټراليا بشر حقونو کميشنر د کرونا ويروس خپريدو ويرې لپاره له اسټراليا حکومت څخه د کډوالو او پناه غوښتونکو ژر خوشې کولو غوښتنه کړې. دا غوښتنه داسې مهال کيږي چې د کډوالو او پناي غوښتونکو ترمينځ د ټولنيز واټن قانون نشي پلي کيدلی او که چيرې يو له دوی څخه پر کرونا ويروس مبتلا شي نو د روغتيا ناورين رامينځته کولی شي.

Detainees at Kangaroo Point APOD protest over conditions in detention.

Detainees at Kangaroo Point APOD protest over conditions in detention. Source: Kasun Ubayasiri

د اسټراليا د بشر حقونو  کميشنر د اسټراليا توقيف ځايو څخه د کډوالو او پناه غوښتونکو ژر او عاجله خوشې کولو غوښتنه وکړي. دا غوښتونه داسې مهال کيږي چې لدې وړاندې د اسټراليا د ډاکټرانو يوې ټولنې چې شمير يې ۱۰۰۰ څخه ډيرو ډاکټرانو ته رسيدو په يو غږ له حکومت څخه ورته غوښتنه کړې وه.

کميشنر ايډوارډ سټانټو له اس بي اس نيوز سره ځانګړې مرکه کې ووي، توقيف ځايو کې بند کډوال او پناه غوښتونکي دې د ټولنې توفيف ته انتقال شي.
Australian Human Rights Commissioner Edward Santow had called for the release of immigration detainees.
Australian Human Rights Commissioner Edward Santow has called for the release of immigration detainees. Source: AHRC
دا مهال ۱۴۰۰ کسان د اسټراليا خاوره کې دننه توقيف ځايونو کې بند دي.

له اسټراليا څخه بهر لکه نارو او پاپو نيو ګيني هيوادو کې په اسټراليايي توقيف ځايو کې سلګونه نور پناه غوښتونکو او کډوال بند دي.

دا ويره ده که چيرې يو له کډوالو څخه پر کرونا ويروس مبتلا شي نو د سلګونو نورو ژوند له خطر سره مخ کولی شي.

د کميشنر په وينا، هغه کار پوهان کوم چې دا مهال د اسټراليا حکومت ته مشوره ورکوي په ښکاره يې دا ويلي، چې ټول هغه کسان کوم چې توقيف ځايو کې بند دي او د اسټراليا ملي امنيت ته کوم ګواښ نه پيښوي هغوی دې ژر خوشې شي.

" زه دا درک کووم چې دا حکومت لپاره اسانه کار ندی ولې لويه ستونزه داده چې وړوکي ځای کې ډير شمير کسان ساتل کيږي او مونږ بايد دا شمير کمولو لپاره چټک ګام واخلو."
Refugees and asylum seeker in Melbourne's Mantra "alternative place of detention (APOD)" hotel.
Refugees and asylum seekers in Melbourne's Mantra Hotel. Source: SBS News
د اسټراليا بشر حقونو کميشنر وايي، د نوموړي دريځ د روغتيا نړيوالې ادارې ، د ملګرو ملتونو بشر حقونو کميشنرې او د مهاجرت نړيوالې ادارې يا ای او ايم سره همغږی کې دی.

د اسټراليا مهاجرت ادارې اس بي اس ته يو ليک استولو سره ويلي، تر اوسه هيڅ يو له کډوالو يا پناه غوښتونکو څخه پر کويډ ۱۹ مبتلا شوی ندی، ولې که هر يو له دوی څخه د کرونا ويروس نښې ولري هغوی قرنطين کيږي.

ياده اداره وايي،  د اسټراليا حکومت سرحدونو ساتنې اداره د توقيف شوو کسانو روغتيا او خونديتوب ته ژمنه ده .

 

 

 

 

 

 

Detainees in Brisbane detention centre have been protesting daily for almost two weeks.
Detainees in Brisbane detention centre have been protesting daily for almost two weeks. Source: Kasun Ubayasiri


د اس بي اس شبکې ۶۳ ژبو باندې تاسو ته اړين معلومات په يو ځای کې راغونډ  کړي.

sbs.com.au/coronavirus

اسټراليا کې بايد خلک له يو بل څخه ۱.۵ متره فاصله غوره کړي او يو وخت کې له دوو کسانو ډير نشي راټوليدلی.

د کرونا وايروس نښې له يو عادي شکل څخه تر نمونيا يا سينه بغل چې په هغې کې ساه تنګي احساس کيږي ليدل کيږي

.د کرونا وايروس نښو کې تبه، ټوخی، ستونې درد، سست والی او ساه تنګي شامله وي

که تاسې له بهر څخه اسټراليا ته راغلي اوسئ او ۱۴ ورځو کې دننه دا نښې ځان کې وګورئ او يا له داسې يو کس سره نږدې اړيکه کې وئ کوم چې د کرونا وايروس باندې مبتلا وه  نو داسې حالاتو کې روغتيايي مرسته ترلاسه کړئ

که تاسې سوچ کوئ چې د کرونا ويروس لرئ خپل ډاکټر ته مخکې له تګ څخه ټليفون وکړئ او يا د کرونا ويروس لپاره د مرستې ملي شميرې ته   ۱۸۰۰۰۲۰۰۸۰ زنګ ووهئ.


شریکول
خپور شوی 13/04/2020 په 2:01pm
لخوا Stefan Armbruster
سرچینه: SBS News