'زموږ ژوند وژغورئ': د آسټرالیايي ځواکونو ژباړونکي د 'افغان لي' پروګرام له لغوه کېدو مخکې د ویزو غوښتنه کوي

تېره ورځ د آسټرالیا حکومت اعلان وکړ چې د ۲۰۲۴ کال په مې میاشت کې د 'افغان لي' پروګرام پای ته رسېږي. د آسټراليايي ځواکونو پخواني ژباړونکي وايي، دغې پرېکړې یې اندېښنې زیاتې کړي او له آسټرالیا څخه د غوښتنلیکونو د چټکې ارزونې غوښتنه کوي.

AFGHANISTAN AUST TROOPS

Mentoring and Reconstruction Task Force 2 (MRTF-2) engineer, Captain Rodney Davis, (left) and interpreter, Michael, (right) stop during a patrol to speak to a local man in Sorkh Lez. Credit: Corporal Rachel Ingram Source: AAP / CORPORAL RACHEL INGRAM/PR IMAGE

مهم ټکي:
  • تېره ورځ (د جون لومړۍ نېټه) د آسټرالیا فدرالي حکومت اعلان وکړ چې د 'افغان لي' پروګرام د ۲۰۴۱ کال د مې پر ۳۱ نېټه پای ته رسېږي.
  • د حکومت له وروستۍ پرېکړې وروسته، د آسټرالیايي ځواکونو پخواني افغان ژباړونکي د خپلې راتلونکې په اړه اندېښمن دي.
  • ځینې افغان ترجمانان په دې باور دي چې دا یوه "غیر عادلانه او ویجاړونکې پریکړه" ده.
احمد (مستعار نوم) د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو ترمنځ په اروزګان ولایت کې له آسټرالیايي ځواکونو سره د ژباړونکي په توګه کار کړی دی.

احمد په ۲۰۱۷ کال کې د خپلو اسنادو د تصدیق لپاره د آسټرالیا دفاع وزارت ته خپل غوښتنلیک سپارلی او د ۲۰۲۲ کال په مارچ میاشت کې یې د دفاع وزارت تصدیق ترلاسه کړی.

د دفاع وزارت له تصدیق وروسته، نوموړي د آسټرالیا د کورنیو چارو وزارت ته د ویزې لپاره غوښتنلیک سپارلی، مګر تر اوسه یې د آسټرالیا ویزه نده ترلاسه کړې.
Afghan National Security Forces (ANSF) partnered with Australian Special Forces from the Special Operations Task Group conducted a deliberate operation to clear a Taliban insurgent stronghold in the Shah Wali Kot region of northern Kandahar province.
Afghan National Security Forces (ANSF) partnered with Australian Special Forces Source: AAP / AAP/Dept of Defence
احمد وايي کله یې چې دا خبر واورېده چې حکومت غواړي په ۲۰۲۴ کال کې د افغان لي پروګرام بند کړي نو "سخت خواشینی او په تشویش شو".

هغه وايي: "زما شخصي تشویش پدې اړه دا دی، که چېرې دوی [ژباړونکي] دلته پاتې شي، نو دوی به هېڅله دلته په افغانستان کې کار ونشي کولای، په دولتي او خصوصي برخو کې. "

"او که چېرې د دوي هویت ثابت شي، چې دوي له آسترالیایانو سره یا د ناټو په چوکاټ کې یې کار کړی نو شاید له سزا سره هم مخ شي."

" موږ په ډېرو سختو حالاتو کې له دوي سره همکاري کړې."

"زموږ غوښتنه داده، دغه کسان چې په افغانستان کې پاتې دي او شمېر یې نامعلومه ده ، ژر تر‌ ژره یو برنامه ورته جوړه کړي او لدې ځای څخه یې وباسي."
Afghan former interpreters for the US and NATO forces gather during a demonstration in downtown Kabul on April 30, 2021.
Afghan former interpreters for the US and NATO forces gather during a demonstration in downtown Kabul on 30 April, 2021. Source: AFP
'زموږ ژوند وژغورئ'

علي (مستعار نوم) د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ په ارزګان ولایت کې د ژباړونکي په توګه دنده ترسره کړې.

نوموړي، د جمهوریت له سقوط وروسته، د ۲۰۲۱ کال په آګسټ میاشت کې د آسټرالیا د دفاع وزارت ته خپل غوښتنلیک سپارلی دی.

نوموړی وايي، د آسترالیا د حکومت وروستۍ پرېکړه خواشینونکې ده او له دغه هېواد څخه غواړي ترڅو پدې سختو شرایطو کې ورسره مرسته وکړي.

هغه وايي: "اوس موږ سخت رواني فشار او د ژوند ګواښونو لاندې ژوند کوو. موږ په ویره ویده کیږو، په ویره ویښ کیږو او نه پوهیږو چې په راتلونکي یو ساعت کې به ژوندي یو او که نه."

"په لومړیو ورځو کې چې بدلونونه راغی، موږ نشو کولای له کور څخه بهر ووځو او له هغه وخت راهیسې، موږ درې ځله د خپل کور آدرس بدل کړی دی."
زموږ دله لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ .

شریکول
خپور شوی 2/06/2023 په 6:41pm
لخوا Mujeeb Muneeb, Shirley Glaister
سرچینه: SBS