'هېڅوک زموږ کور ته ندي راغلي': آسټرالیا ته نویو راغلو افغانانو د کورنیو له نږدې غړو پرته اختر ولمانځه

په آسټرالیا کې اختر له افغانستان سره توپیر لري، مګر نویو راغلو افغانانو د کلتور د ژوندي ساتلو لپاره اختر ولمانځه

Sayed Wahdat Saddat and his children are pictured wearing traditional Afghan clothes for Eid in Melbourne.

Sayed Wahdat Saddat and his children are pictured wearing traditional Afghan clothes for Eid in Melbourne. Credit: Supplied

Highlights:
  • اختر یو مهم جشن دی چې په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو لخوا لمانځل کیږي.
  • په آسټرالیا کې مېشت افغان کډوال وايي چې دغه مراسم د دوی د کلتور په ژوندي ساتلو کې مرسته کوي.
  • د کورنۍ له غړو او ملګرو لرې د اختل لمانځل له ننګونو ډکه تجربه ده.
په افغانستان کې د جمهوریت له سقوط وروسته، د آسټرالیا حکومت زرګونه افغانان له دغه هېواد څخه آسټرالیا ته راوستل. سره لدې چې په آسټرالیا کې د ژوند لپاره زیات سهولتونه شته، مګر د اختر او نورو مهمو مراسمو تجلیل پدې هېواد کې له افغانستان سره توپیر لري.

سید وحدت سادات د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کلونو ترمنځ په افغانستان کې له آسټرالیایي ځواکونو سره دنده ترسره کړې او اوسمهال د آسټرالیا په ملبورن ښار کې ژوند کوي.

ښاغلی سادات وايي‌، خوښ دی چې په آسټرالیا کې ورته د ژوند کولو چانس ورکړل شوی.

هغه وايي: "شاوخوا یو نیم کال کېږي چې په آسترالیا کې یو او زه ډېر خوښ یم چې ماشومانو مې انګلیسي ژبه زده کړې او پوهېږي چې څرنګه له نورو سره اړیکه ونیسي."

د ښاغلي سادات بشپړه مرکه واورئ.

LISTEN TO
Sayd Wahdat image

مرکه: 'هېڅوک زموږ کور ته ندي راغلي': آسټرالیا ته نویو راغلو افغانانو د کورنیو له نږدې غړو پرته اختر ولمانځه

SBS Pashto

11:32

'اختر یو شان ندی'

سره لدې چې ښاغلی سادات په آسټرالیا کې د شته اسانتياوو ستاينه کوي او په دغه هېواد کې له خپل نوي ژوند څخه خوند اخلي، خو وايي چې د افغانستان او اسټراليا د اختر تر منځ ډېر توپير شته.

"ښکاره خبره ده چې د آسټرالیا او افغانستان د اختر ترمنځ لوی توپیر شتون لري. لوی توپیر دا دی، موږ چې کله په افغانستان کې اختر لمانځو او له له کوره بهر ځو نو د هر چا اختر وي، هر سړی رنګین کالي اغوندي او عمومي رخصتي وي."

"دلته په آسټرالیا کې هر څه تر جومات پورې محدود دي. کله چې موږ له جومات څخه بهر ووځو، نو د اختر په څېر احساس نه کوو، ځکه چې ټول په کار کې بوخت وي.»

'هېڅوک زمونږ کور ته رانه غلل'

مهناز عباسي پنځه کاله په افغانستان کې له یوې غیر دولتي موسسې (NGO) سره د ښوونکې په توګه کار کړی. همدا راز نوموړې په مزارشریف کې د باسکټبال لوبډلې غړې پاتې شوې.

د جمهوریت له سقوط وروسته آغلې عباسي له خپل خاوند او دوه ماشومانو سره آسټرالیا ته راغلې او اوسمهال د آسټرالیا په برزبن ښار کې ژوند کوي.
Mahnaz Abbasi with her husband and two children a few months after their arrival in Australia.
Mahnaz Abbasi with her husband and two children a few months after their arrival in Australia. Credit: Supplied
نوموړې وايي، په آسټرالیا کې اختر د هغې لپاره یوه نوې تجربه وه، ځکه لومړی ځل وه چې هېڅوک یې اختر کې کور ته ندي راغلي او هغه هم د چا کور ته د اختر مبارکۍ لپاره نده تللې.

"په تېر اختر کې مو دوه - درې کورنۍ پېژندلې. موږ د اختر لپاره هرڅه تیار کړل، مګر هېڅوک مو کور ته را نه غلل."

"موږ هم پرېکړه وکړه چې د چا کور ته به نه ځو او نه پوهېدو څه وکړو."
'کلتور ژوندی ساتل'

رویا دادرس شاوخوا شپږ کاله د افغانستان د ښځو چارو وزارت د ویاندې په توګه دنده ترسره کړې. کله چې طالبان کابل ښار ته ننوتل، رویا په خپل دفتر کې وه او پلان یې درلود چې له همکارانو سره د افغان ښځو پر وړاندې د شته ننګونو په اړه خبرې وکړي.

هغه وايي: "د طالبانو د رژیم پر مهال یوه میاشت په کابل کې پاتې شوم، کله کله به په خپل کور کې اوسیدم او کله به مې خپل ادرسونه بدلول، ځکه چې اکثره وخت به یې کورونه تالاشي کول."

"ما یوه میاشت له مرګ سره مبارزه وکړه، خو د خدای په فضل له هغه ځایه ووتم او پاکستان ته لاړم. زه هلته شپږ ورځې پاتې شوم او کله چې رسمي کارونه پای ته ورسېدل، د آسټرالیا حکومت له موږ سره مرسته وکړه ترڅو دغه هېواد ته راشو"
Roya Dadras (second from the  left) sat alongside two other government officials on a panel discussion at Zan Tv in Afghanistan.
Roya Dadras (second from left) sits alongside two other government officials on a panel discussion at Zan TV in Afghanistan. Credit: Supplied
رویا اوسمهال د خپلې کورنۍ له غړو سره د آسترالیا په برزبن ښار کې ژوند کوی. هغه وايي، سره لدې چې په آسټرالیا کې اختر توپیر لري، مګر د کلتور د ژوندي ساتلو لپاره لمانځلو ته دوام ورکوي.

"که څه هم په آسټرالیا کې اختر د افغانستان په څېر نه دی، خو موږ غواړو چې د خپل کلتور وساتو او د خپل کلتور د بقا لپاره اختر په منظمه توګه ولمانځو."

شریکول
خپور شوی 24/04/2023 په 6:33pm
اپډیټ شوی 25/04/2023 په 4:43pm
لخوا Mujeeb Muneeb, Carl Dixon
سرچینه: SBS