د نوي زیلنډ اوسېدونکي به ډېر ژر وکولای شي‌ آسټرالیا ته د سیل لپاره سفر وکړي

د کرونا وېروس د محدودیتونو له امله اوسمهال د بهرنیو هېوادونو اوسېدونکي نشي کولای آسټرالیا ته سفر وکړي او همدا راز د آسټرالیا اوسېدونکي هم بهرنیو هېوادونو ته د سفر اجازه نلري.

Prime Minister Scott Morrison has announced New Zealanders will be able to travel to Australia "very, very soon".

Prime Minister Scott Morrison has announced New Zealanders will be able to travel to Australia "very, very soon". Source: AAP

د آسټرالیا لومړي وزیر سکاټ موریسن اعلان کړی چې ډېر ژر به د نوي زیلنډ اوسېدونکي وکولای شي آسټرالیا ته د سیل لپاره سفر وکړي چې له دغه کار سره به د دغه هېواد د ګرځندوی صنعت ته ګټه ورسېږي.

ښاغلی موریسن وايي چې ، د نیو ساوت وېلز او سویلي آسټرالیا ایالتونه به د حکومت له دغه پلان څخه ګټه پورته کړي ځکه  دغو دوو ایالتونو د سفر محدودیتونه له منځه وړلي دي.

نوموړی همدا راز زیاتوي، سره لدې چې د آسټرالیا اوسېدونکي‌ نوي زیلنډ ته د سفر اجازه نلري ، مونږ د نوي زیلنډ د اوسېدونکو هرکلی کوو "زه د نیوزیلنډیانو راتګ لپاره ډېر خوښ یم ترڅو نیو ساوت وېلز او سویلي آسټرالیا ته راشي او پېسې مصرف کړي".
هغه ایالتونه چې اوسمهال د نورو ایالتونو اوسېدونکو ته د سفر اجازه نه ورکوي یا هم د نورو ایالتونو اوسېدونکي قرنطینوي د دغه پروګرام برخه نه دي.

تر دې وړاندې د نوي زیلنډ لومړۍ وزيرې جسیندا اردن د آسټرالیا له لومړي وزیر سره د بهرنیو پروازونو د پیل په اړه خبرې کړې وې خو تر اوسه نده مالومه (معلومه) چې د آسټرالیا اوسېدونکي به څه وخت نوي زیلنډ ته د سفر اجازه ولري.

اوسمهال د آسټرالیا له اوسېدونکو پرته د نورو هېوادونو اوسېدونکي آسټرالیا ته د سفر اجازه نلري او آسټرالیایان هم نشي کولای ترڅو له خپل هېواد څخه بهر سفر وکړي.
د آسټرالیا اوسېدونکي باید له یو بل سره، یو نیم متر فزیکي واټن وساتي.

د کرونا وېروس آزموینه اوسمهال د اسټرالیا په بېلابېلو سیمو کې ترسره کېږي. که چېرې تاسو فکر کوئ چې تاسو هم ممکن په کرونا وېروس اخته شوي یاست،  نو خپل ډاکټر ته زنګ ووهئ (لیدنه  ونکړئ) یا د کرونا وېروس د معلوماتو له ملي مرکز سره په  ۰۸۰ ۰۲۰ ۱۸۰۰ شمېره اړیکه ونیسئ. که تاسو په ساه اخیستلو کې ستونزه لرئ نو له 000  شمېرې سره اړیکه ونیسئ. 

اسو کولای شئ، د خپل موبایل له اپ سټور څخه د کوېډ سېف (COVIDSafe) اپلېکېشن ډاونلوډ کړئ.

د اس بي اس شبکه ژمنه ده ترڅو تاسو ته د کرونا وېروس په اړه ستاسو په ژبه باوري راپورونه چمتو کړي. دلته تاسو کولای شئ  په ۶۳ ژبو خبرونه او معلومات پیدا کړئ: 

 


شریکول
خپور شوی 2/10/2020 په 9:13am
اپډیټ شوی 2/10/2020 په 10:35am
سرچینه: AAP, SBS