په نوي زیلنډ کې یو ځل بیا د کرونا وېروس مثبت پېښې ثبت شوې

د نوي زیلنډ روغتيايي چارواکي وايي چې په دغه هېواد کې د کرونا وېروس دوه نوې پیښې ثبت شوي.

New Zealand's Prime Minister Jacinda Ardern

New Zealand's Prime Minister Jacinda Ardern Source: AAP

تېره اوونۍ د نوي زیلنډ لومړۍ وزیرې جسینډا آرډرن اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې د کووېډ - ۱۹ ناروغۍ وروستی ناروغ هم ښه ښوی او دغه هېواد له کرونا وېروس څخه پاک دی.

وروستي راپورونه ښيي چې په نوي زیلنډ کې ۲۳ ورځې وروسته د لومړي ځل لپاره د کرونا وېروس دوه مثبت پیښې په دغه هېواد کې ثبت شوي. د نوي زیلنډ هېواد د روغتیا چارواکي وايي چې یاد کسان له انګلستان څخه دغه هېواد ته ستانه شوي.

د روان کال د فبرورۍ د میاشتې په ۲۸ نېټه په نوي زیلنډ هېواد کې د کرونا وېروس لومړۍ پیښه ثبت شوه او تر هغې وروسته د اخته کسانو په شمېر کې زیاتوالی راغی. مګر د روانې جون میاشتې به ۸ نېټه یاد هېواد له کرونا وېروس څخه پاک اعلان شو.
په اسټرالیا کې مېشت کسان باید د یو بل ترمنځ، له یو نیم متر څخه زیات فزیکي واټن وساتي.

د کرونا وېروس آزموینه اوسمهال د اسټرالیا په بېلابېلو سیمو کې ترسره کېږي. که چېرې تاسو باور لرئ چې تاسو هم ممکن په کرونا وېروس اخته شوي یاست،  نو خپل ډاکټر ته زنګ ووهئ (لیدنه  ونکړئ) یا د کرونا وېروس د معلوماتو له ملي مرکز سره په  ۰۸۰ ۰۲۰ ۱۸۰۰ شمېره اړیکه ونیسئ. که تاسو په ساه اخیستلو کې ستونزه لرئ نو له 000  شمېرې سره اړیکه ونیسئ. 

تاسو کولای شئ، د خپل موبایل له اپ سټور څخه د کوېډ سېف (COVIDSafe) اپلېکېشن ډاونلوډ کړئ.

د اس بي اس شبکه ژمنه ده ترڅو تاسو ته د کرونا وېروس په اړه ستاسو په ژبه باوري راپورونه چمتو کړي. دلته تاسو کولای شئ  په ۶۳ ژبو خبرونه او معلومات پیدا کړئ: 

 


شریکول
خپور شوی 16/06/2020 په 3:40pm
اپډیټ شوی 16/06/2020 په 3:49pm
وړاندې کوونکی Mujeeb Muneeb