د آسټرالیا نوي اوسېدونکي باید د اوږدې مودې لپاره انتظار وباسي ترڅو د سینټر لینک پیسې ترلاسه کړي

د ۲۰۲۲ م کال له جنورۍ میاشتې څخه د آسټرالیا نوي اوسېدونکي باید څلور کاله انتظار وباسي ترڅو وکولای شي حکومتي مرستو ته لاسرسی ولري.

A man outside Centrelink office.

New residents will face longer waiting periods for most payments if the new social security laws are passed. Source: Saeed Khan/Getty Images

د آسټرالیا حکومت، د دغه هېواد له هغو اوسېدونکو سره مالي مرستې کوي چې ورته اړتیا ولري. مالي مرستې د آسټرالیا د ټولنیزو خدمتونو ادارې لخوا په شرایطو برابرو کسانو ته ورکول کېږي.

د آسټرالیا د ټولنیزو خدمتونو اداره هغه چا ته د آسټرالیا د اوسېدونکي په سترګه ګوري چې د دغه هېواد تابعیت، دائمي ویزه او یا هم د نوي زیلنډ تابعیت ولري.


 مهم ټکي:

  • نوي اوسېدونکي باید څلور کاله انتظار وباسي ترڅو وکولای شي حکومتي مرستو ته لاسرسی ولري.
  • نوي اوسېدونکي باید د فیملي ټکس بینیفت پیسو لپاره هم څلور کاله انتظار وباسي.
  • نوي قانون په هغو کسانو د تطبیق وړ دی چې د ۲۰۲۲ کال له جنورۍ میاشتې څخه مربوطې ویزې ترلاسه کوي
    د ټولنیزو خدمتونو ادارې د نوې تګلارې پر اساس نوي ګډوال باید په آسټرالیا کې له ځای پرځای کېدو وروسته خپل ملاتړ په خپله وکړي.

    د آسټرالیا د نویو اوسېدونکو لپاره یو نوی شرط دادی ترڅو د حکومتي مرستو له ترلاسه کولو وروسته د یوې مودې لپاره انتظار وباسي او له هغه وروسته بیا کولای شي له حکومت څخه مرسته ترلاسه کړي.

People queuing up outside Centrelink
The new waiting periods will be applicable to those receiving their visas on or after 1 January 2022. Source: William West/Getty Images
د نوې تګلارې پر اساس د ۲۰۲۲ کال له جنورۍ میاشتې څخه د آسټرالیا نوي اوسېدونکي باید وروسته له هغه چې ریزسډنسی ترلاسه کړي باید ۴ کاله انتظار وباسي. هغه موده چې دوي له آسټرالیا څخه بهر تېروي هغه په څلور کاله انتظار کې نه شمېرل کېږي.

ډاکټر اسټرېد پېري،  د سېټملنټ سروېسس انټرنېشنل په ادارې کې د سټراټېژېکې تګلارې د برخې مدیره ده. هغه وايي که چېرې یو شخص د مهاجر په توګه آسټرالیا ته راشي نو د نورو آسټرالیایانو په څېر په عادي ډول سره کولای شي مالي مرسته ترلاسه کړي. مګر که چېرې تاسو په کومه بله ویزه آسټرالیا ته راشۍ، حتی که دائمي ویزه هم واوسېږي نو باید څلور کاله انتظار و ویستل شي.
له ۲۰۱۸ کال راهیسې، د آسټرالیا نویو اوسېدونکو ته له څلور کلن انتظار پرته د جاب سیکر او  پېرېنټنګ پیمنټ پیسې نه ورکول کېږي. 

ډاکټر پېرې وايي چې اوسمهال د هر ډول نورو مرستو لپاره د انتظار موده فرق کوي. هغه وايي چې د ډېریو پیسو لپاره د انتظار موده څلور کاله ده، مګر د پاملرنې، پلار او د ژوند شریک او Parental Leave pay  لپاره د انتظار موده ۲ کاله ده.
A man using a tab
It's important to inform Centrelink if your circumstances change. If you claim a payment that you weren't eligible for, you may have to pay back the money. Source: Getty Images/Katleho Seisa

که چېرې د  social security  قانون تصویب شي نو د ۲۰۲۲ کال له جنورۍ میاشتې څخه به پر هغو کسانو د تطبیق وړ واوسېږي چې په آسټرالیا کې د دایمي اوسېدلو حق ترلاسه کوي.

د پاملرنې، پلرونو، د ژوند د شریک او د Parental Leave Pay   د پیسو لپاره د انتظار موده  به هم له دوو کلونو څخه څلورو کلونو ته پورته شي.

د Carer Allowance او  Family Tax Benefit Part A پیسو لپاره د انتظار موده به هم د نوي قانون له تصویب سره له یو کال څخه څلورو کلونو ته پورته شي.


شریکول
خپور شوی 22/09/2021 په 9:22pm
اپډیټ شوی 25/09/2021 په 8:44pm
لخوا Melissa Compagnoni