په دې مقاله کې کورني تاوتریخوالي ته اشاره شوې ده.
په ټوله آسترالیا کې په اوسط ډول هره اوونۍ یوه ښځه د خپل ژوند د ملګري له خوا وژل کیږي. مګر په یوې اوونۍ کې د دریو ښځو وژنې اندېښنې را پارولي دي.
کریسټین ریکیک، امیرا موغنیه او په شمالي سیمه کې یوه ښځه په آسټرالیا کې د کورني تاوتریخوالي وروستۍ قربانیانې دي.
کورنۍ به 'هېڅکله د تېر په شان نه وي'
لیکوال او د ښځو د حقونو ملاتړی، ترنګ چاولا وروستیو پېښو خواشینی کړی دی.
هغه اس بي اس نیوز سره په خبرو کې ویلي: " دا په بشپړه توګه وحشتناکه ده،"
"د دې خلکو کورنۍ به هیڅکله د تېر په شان نه وي."
ښاغلي چاولا دې ته ورته ژوند تجربه کړی او په ۲۰۱۵ کال کې یې خپله خور نکیتا د کورني تاوتریخوالي له امله له لاسه ورکړې ده. هغه له ټولنې غواړي ترڅو د ښځو په وړاندې د نارینه وو د تاوتریخوالي "ریښتینی انساني لګښت" درک کړي.
کریسټین راکیک - نیو ساوت وېلز
کریسټین راکیک په روانه اوونۍ کې د خپل خاوند لخوا وژل شوې ده.
د سه شبنې په شپه پولیس د سیډني په روټي هېل سیمه کې یوه کور ته غوښتل شوي وه، مګر د ورتګ پرمهال پولیسو د هغې مړی موندلی دی.
پولیسو د هغې پخوانی میړه، ۵۰ کلن دوسن ریکیک په کور کې نیولی او د پولیسو تر محافظت لاندې یې د ویسټ میډ روغتون ته وړی او تر هغې وروسته د خپلې مېرمنې پر قتل محکوم شوی دی.

کریسټین راکیک Source: Facebook
راپورونه ښيي چې یوه ۴۵ کلنه ښځه په شا کې په چړې وهل شوې او د شمالي سیمې د جلکمینګ په لیرې پرتې ټولنه کې مړه شوې.
د جولای د میاشتې په ۶ نېټه پولیسو راپور ترلاسه کړی چې یوه ښځه ټپي شوې. پولیس وايي چې لږ ځند وروسته هغې خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د وژل شوې ښځې ۴۶ کلن مېړه د پېښې په سیمه کې د پولیسو لخوا نیول شوی او د مرګ تور پرې لګول شوی.
د وژل شوې میرمنې نوم له رسنیو سره ندی شریک شوی.
امیره مغنیه - نیو ساوت وېلز
د دریو ماشومانو مور، امیرا مغنیه د جولای په پنځمه د سیډني په سویل کې د خپل جلا شوي میړه لخوا وژل شوې ده.
بېړنې خدمتونو د ماښام له ۶ بجو مخکې د هغې کور ته په بکسلي کې غوښتل شوي وه، مګر هغې روغتون ته له انتقال مخکې خپل ژوند له لاسه ورکړی.
پولیسو د هغې جلا شوی میړه، احمد هودروز چې ۳۹ کاله عمر لري په کور کې نیولی او وروسته یې د وژنې تور پرې لګولی دی.
د هغې خور اس بي اس عربي سره په خبرو کې ویلي چې خور یې غوښتل لبنان ته ولاړه شي، خپل کور ته تللې وه چې د خپل یوه ماشوم پاسپورټ را واخلي، مګر وژل شوې ده.

امیره مغنیه Source: Facebook
که چېرې تاسو او یا داسې کس چې تاسو یې پېژنۍ ، کورنی تاوتریخوالی تجربه کوي نو د 1800RESPECT ادارې ته په ۷۳۲ ۷۳۷ ۱۸۰۰ شمېره زنګ ووهئ یا له څخه لیدنه وکړئ.
لا ډېر ولولئ

کورنی تاوتریخوالی د اسلام له نظره څرنګه عمل دی؟
زموږ خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.