کورنی تاوتریخوالی ستاسو پر ماشومانو څه ډول ناوړه اغېز لري؟

Domestic Violence

Credit: Public Domain

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

په آسټرالیا کې یو زیات شمېر ښځې او سړي د کورني تاوتریخوالي قربانیان دي. د کورني‌ تاوتریخوالي پر مهال مسئولې ادارې د پېښې له قربانیانو سره مرسته کوي.


کورنی تاوتریخوالی په بېلابېلو ډولونو سره تعریف شوی دی. د آسټرالیا په ملبورن ښار کې د ښځو د حقونو مدافع شمیم اکبر، کورنی تاوتریخوالی داسې تعریفوي:

"د کورني تاوتریخوالي اصلی، معنوي، لغوي مطلب داده، هر هغه څوک چې قدرت لري ترڅو مقابل لوری کنترول کړي، که هغه ښځه وي، که سړی وي او یا د فامیل نور غړي وي، هغه ته د کورنی تاوتریخوالی وایي."
violence against women
Source: Getty / Getty Images
آغلې اکبر وايي چې په آسټرالیا کې کورنی تاوتریخوالی په بېلابېلو ډولونو سره شتون لري، د بېلګې په توګه کورنی تاوتریخوالی په ټولنه کې د فزیکي، مالي، ټولنیز او جنسي تاوتریخوالي په ډولونو سره شتون لري.

آغلې اکبر وايي چې د کورني تاوتریخوالي ټول ډولونه په آسټرالیا کې د منلو وړ ندي.

"کورنی تاوتریخوالی څو قسمه دی. یو دا دی چې فزیکي (Physical) تاوتریخوالی دی چې وهل ټکول دي."

"دویم ډول، مالي تاوتریخوالی (Financial violence) دی، یعنی اقتصادي کنترول دی، چې ځینې سړي ښځو ته پیسې نه ورکوي یا ښځې سړیو ته پیسې نه ورکوي."

"دریم ډول Social violence دی. د سوشل وایلنس مطلب دادی چې څوک نه پریږدي چې چا سره روابط وساتي یعنی له خپلې کورنۍ نه یې جدا کړي او څلورم ډول تاوتریخوالی چې دی هغه جنسی تاوتریخوالی ( Sexual violence) دی."
شمیم اکبر وايي که چېرې څوک په کورنۍ کې تاوتریخوالی تجربه کوي، لومړی کار خو دادی چې باید پولیسو ته خبر ورکړي. همدا راز مسئولو ادارو سره په اړیکه کې شي.

" څوک چې کورنۍ کې تاوتریخوالي لري نو اولنی کار خو یې دادی چې باید پولیسو ته زنګ ووهي."

" دویم کار دادی چې هغه خپله دفترونه لري چې ۲۴ ساعته ستاسو په خدمت کې دي چې د هغی یو نمبر ۱۸۰۰۷۳۷۷۳۲ دی او یو بل نمبر یې ۱۸۰۰۶۵۶۴۶۳ دی."

د کورني تاوتریخوالي په اړه مو د آسټرالیا په ملبورن ښار کې د ښځو د حقونو مدافع شمیم اکبر سره مرکه ترسره کړې. د مرکې د اورېدلو لپاره د پلې (Play) تڼۍ کېګاږئ.
LISTEN TO
Interview with Shamim Akhbar image

کورنی تاوتریخوالی څه ته وايي؟

08:40
زموږ د له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زمونږ ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زمونږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ .

زمونږ خپرونه دلته یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.

شریکول