څو ورځې وړاندې د نایجریا په کنکارا سیمه کې وسله والو په یوه ښونځي برید ترسره کړی و او شاوخوا ۳۰۰ زده کونکي یې برمته کړي و.
له برید وروسته د بوکو حرام شبکې د دغه کار مسئولیت پرغاړه واخیست او تر هغې وروسته د نایجریا امنیتي ځواکونه د دغو زده کونکو د بېرته موندلو په هڅه کې و.
وروستي راپورونه ښيي چې سلګونه زده کونکي بېرته خوشې شوي مګر تر اوسه پورې د ټولو ماشومانو د بېرته خوشې کېدو خبره نده تائید شوې.
د بوکو حرام ډلې په ۲۰۱۴ کال کې هم د یوه ښونځي ۲۷۶ زده کوونکې تښتولې وې.