د ماسک اغوستل په سیډني ښار کې جبري شول، آیا پوهېږئ چې په کومو ځایونو کې باید ماسک واغوستل شي؟

د سیډني ښار په ګډون د ولونګانګ، بلو مونټنز او سینټرل کوسټ اوسېدونکي باید په سرپټو ځایونو کې ماسک واغوندي. هغه کسان چې ماسک نلري، ۲۰۰ ډالره جریمه کېږي.

Father helps daughter with mask -  Getty Images - Morsa

Source: Getty Images - Morsa

په سیډني ښار کې د کرونا وېروس د پېښو له زیاتوالي سره، د نیو ساوت ویلز ایالت مسئولینو پریکړه کړې ترڅو په سیډني ښار کې نوي محدودیتونه وضع کړي.

له نن ورځې څخه د سیډني د لوی ښار اوسېدونکي باید په یو شمېر سرپټو ځایونو کې ماسک واغوندي. مګر د ماسک اغوستل د هغو ماشومانو لپاره چې له ۱۲ کلونو یې عمرونه کم دي لازمي نده.

په کومو ځایونو کې باید ماسک واغوستل شي؟

  • په شاپنګ سنټرونو کې 
  • په عامه ترانسپورتي وسایلو کې لکه ، ریل، کښتۍ او بسونو کې
  • د تفریح په سر پټو ځایونو کې (د سیمنا او تیاتر په څېر ځایونو کې)
  • د عبادت په ځایونو کې 
  • د ویښتانو جوړولو او آرایش په ځایونو کې
  • د لوی عمر لرونکو د ساتنې مرکزونو ته د ورتللو پر مهال
کوم کسان باید ماسک واغوندي؟

ټول هغه کسان چې له ۱۲ کلونو یې عمرونه زیات دي باید ماسکونه واغوندي. که چېرې څوک ماسک ونلري ۲۰۰ ډالره جریمه کېږي.

 

په سیډني ښار کې نور کوم محدودیتونه وضع شوي؟

  • د واده، جنازې او عبادت په مراسمو کې په یوه وخت ۱۰۰ کسان ګډون کولای شي ، مګر ټولنیز واټن باید وساتي
  • جیم ته په یوه وخت ۳۰ کسان ورتللی شي
  • نایټ کلبونه تړل شوي دي
  • په آزاده فضا کې ۳۰ کسان سره یو ځای کېدای شي
  • کورونو ته په یوه وخت د ماشومانو په ګډون ۵ میلمانه ورتللی شي
په خپل ایالت او سیمې کې د محدودیتونو په اړه وروستي‌ معلومات له لاندې ویب پاڼو څخه پیدا کولای شئ:

د آسټرالیا اوسېدونکي باید له یو بل سره ۱.۵ فاصله و ساتي.

د کرونا وېروس آزموینه اوسمهال د اسټرالیا په بېلابېلو سیمو کې ترسره کېږي. که چېرې تاسو باور لرئ چې تاسو هم ممکن په کرونا وېروس اخته شوي یاست،  نو خپل ډاکټر ته زنګ ووهئ (لیدنه  ونکړئ) یا د کرونا وېروس د معلوماتو له ملي مرکز سره په  ۰۸۰ ۰۲۰ ۱۸۰۰ شمېره اړیکه ونیسئ. که تاسو په ساه اخیستلو کې ستونزه لرئ نو له 000  شمېرې سره اړیکه ونیسئ. 

تاسو کولای شئ، د خپل موبایل له اپ سټور څخه د کوېډ سېف (COVIDSafe) اپلېکېشن ډاونلوډ کړئ.

د اس بي اس شبکه ژمنه ده ترڅو تاسو ته د کرونا وېروس په اړه ستاسو په ژبه باوري راپورونه چمتو کړي. دلته تاسو کولای شئ  په ۶۳ ژبو خبرونه او معلومات پیداکړئ:

 


شریکول
خپور شوی 4/01/2021 په 10:17am
لخوا SBS Radio
سرچینه: SBS