کومو هيوادونو د کرونا ويروس واکسين کارونه پيل کړې؟

نړۍ کې دا مهال د کرونا ويروس ۴ واکسينونه پر عامو خلکو کارول کيږي او دا واکسينونه د ۱۰ هيوادونو لخوا پر خپل خلکو کارول کيږي.

Allergic reactions to the Pfizer/BioNtech vaccine are said to be incredibly rare.

Allergic reactions to the Pfizer/BioNtech vaccine are said to be incredibly rare. Source: Photonews

نړۍ کې دا مهال ۲۰۰ څخه ډيرې کمپنۍ هڅه کوي ترڅو کرونا ويروس ضد واکسين جوړ او نړۍ نفوس باندې وويشي، ولې بيا د څلورو کمپنيو واکسين لا دمخه پر انسانانو کارول کيدل پيل شوي.

فيزر-بايټويک، موډيرنا، سپوتنيک وي، او د سينوپهرام واکسينونه د ۱۰ هيوادونو لخوا پر خلکو کارول کيږي.

۲۰۱۹ کال ډيسمبر مياشت کې د کرونا ويروس پيدا شو او يو کال کې پرې ۷۸ ميليونه انسانان اخته او ۱.۷۳ ميليونو نورو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

نړۍ کې د هر ويروس لپاره واکسين جوړيدل او بيا هغه له ازمايښتونو وروسته پر انسانانو کارول له ځينو معيارونو څخه تيريږي چې دا ټوله پروسه لږ تر لږه کلونه وخت نيسي، ولې د کرونا ويروس نړۍ له ناورين سره مخ کولو وروسته اوس ډير هيوادونه له يادې پروسې بشپړيدو وروسته د واکسين کارولو اجازه ورکوي.

دا مهال د نړې پر مخ تللو هيوادونو د کرونا ويروس واکسين کارول پيل کړي.

لومړۍ هيواد انګلستان وه چې د کرونا ويروس واکسين کارولو ته يې اجازه ورکړه او بيا انګلستان وروسته ۹ نورو هيوادونو هم پر خپل خلکو واکسين کارول پيل کړل.

لاندې هيوادونو د کرونا ويروس واکسين کارونه پيل کړې.

انګلستان

د ډيسمبر مياشت پر ۸ نيټه يوه ۹۰ کلنه ميرمن لومړنی کس وه چې نړۍ کې يې د کرونا ويروس واکسين ترلاسه کړ. 

يادې ميرمنې د فيزر-بايوټيک واکسين ترلاسه کړ.

انګلستان کې د واکسين پروګرام پيليدو سره سم حکومت ځيني نوي بنديزونه هم ولګول ځکه ياد هيواد کې د کرونا ويروس يوه نوې بڼه وموندل شوه کوم چې د پخواني ويروس پر پرتله ۷۰ سلنه ډيره ساري ده او ډير شمير کسان پرې اخته شوي.
Patient' arm injected.
Getting vaccinated helps reduce the covid outbreaks Source: APP

متحده عرب امارات

ډيسمبر مياشت پر ۱۴ نيټه د متحده عرب اماراتو پلازمينه ابو دهابي کې لومړنې کس واکسين شو.

عرب اماراتو د فيزر-بايوټيک او چينايي واکسين سينوپهرام واکسينو ته اجازه ورکړه او دواړه پر عامو خلکو کاروي.

د امريکا متحده ايالتونه

امريکا کې د ډيسمبر مياشت پر ۱۴ نيټه يوې نرس د فيزر واکيسن ترلاسه کړ، تر اوسه امريکا کې ۱ ميليون کسان د فيزر-بايوټيک واکسين ترلاسه کړی.

بله خوا امريکا د يوې بلې کمپنۍ موډرنا واکسين کارولو ته هم اجازه ورکړه او لدې سره به پر امريکايانو دوه ډوله واکسين کارول کيږي.
US Surgeon General Jerome Adams receives a Pfizer-BioNTech COVID-19 vaccine shot on Friday, 18 December, 2020.
US Surgeon General Jerome Adams receives a Pfizer-BioNTech COVID-19 vaccine shot on Friday, 18 December, 2020. Source: AAP

کاناډا

په ډيسمبر ۱۴ نيټه، د کاناډا کويبيک ايالت کې يوه ۸۹ کلنه ميرمن لومړنی کس شو چې ياد هيواد کې يې د کرونا ويروس واکسين ترلاسه کړ.

کاناډا د فيزر-بايوټيک او موډرنا واکسينو کارولو ته اجازه ورکړه او د يادو واکسينو کارول پيل شوي.

سعودي عرب

سعودي عرب چې د عربي هيوادونو په مينځ کې تر ټولو ډير ځپل شوې هيواد دی او تر اوسه ۳۶۰،۰۰۰ کسان په کرونا ويروس اخته شوي او ۶،۱۴۸ کسانو بيا خپل ژوند له لاسه ورکړی د واکسين کارول يې پيل کړ.

سعودي عرب کې د فيزر-بايوټيک واکسين کارول د ډيسمبر مياشت په ۱۷ نيټه پيل شو.
The Kabaa as it appears empty from the air as part of the Saudi authorities measures against Corona virus
The Kabaa as it appears empty from the air as part of the Saudi authorities measures against Corona virus Source: Twitter

اسرايل

د اسرايلو لومړي وزير بينجامين ناتانياهو په خپله د کرونا ويروس واکسين ترلاسه کولو سره يې ټول اسرايلو کې د واکسين کارونې کمپاين پيل کړ.

ناتانياهو او د اسرايلو روغتيا وزير دواړو تلويزيون له لارې په ژوندۍ بڼه د فيزر-بايوټيک واکسين ترلاسه کړ.

قطر

قطر هيواد د فيزر-بايوټيک واکسين ډوزونه يې د ډيسمبر مياشت په ۲۲ نيټه ترلاسه کړ او دا واکسين په وړيا ډول پر عامو خلکو کاروي.

دا واکسين به دوه ډوزه ورکول کيږي او د دواړو ډوزو ترمينځ درې اونې دمه په نظر کې نيول شوې.

قطر هيواد له موډرنا او د اوکسفورډ-استرازينيکا کمپنيو سره هم د واکسين قراردادونه کړي.

مکسيکو

مکسيکو هيواد کې د فيزر-بايوټيک واکسين کارول د ډيسمبر مياشت په ۲۴ نيټه پيل شو.

مکسيکو د نړۍ يو له هغو هيوادونو څخه دی په کوم کې چې د کرونا ويروس له امله ډيره مړينه رامينځته شوې.

مکسيکو ته له بلجيم هيواد څخه ۳۰۰۰ ډوزه واکسين الوتکې له لارې ورسيد او له ياد واکسين سره د واکسين کيدو ملي پروګرام پيل شو.

سربيا

د سربيا هيواد لومړی وزيره انا برنابيک د ډيسمبر مياشت په ۲۴ نيټه واکسين شوه او لدې سره ټول هيواد کې د کرونا ويروس واکسين کارولو کمپاين پيل شو.

سربيا هيواد د فيزر-بايوټيک واکسين کاروي.

کويټ

کويډ هيواد کې هم د ډيسمبر مياشت په ۲۴ نيټه د کرونا ويروس واکسين کارول پيل شول.

ياد هيواد امريکايي کمپنۍ فيزر-او جرمن کمپنۍ بايوټيک په ګډه جوړ شوی واکسين په عامو خلکو کاروي.

کويټ تر اوسه ۱۵۰ زره ډوزه واکسين ترلاسه کړی.

چيلي

چيلي هيواد له مکسيکو وروسته دويم لاتيني هيواد دی چې د کرونا ويروس واکسين کارول پيلوي.

ياد هيواد کې د ډيسمبر مياشت په ۲۴ نيټه يوه نرسه واکسين شوه او لدې سره د واکسين ملي کمپاين پيل شو.

روسيه

د روسيې حکومت وايي، ياد هيواد کې عام خلک د روان کال سيپټمبر مياشت راهيسې د کرونا ويروس واکسين ترلاسه کوي.

روسيې په خپله د د کرونا ويروس واکسين جوړ کړی او ازمايښتونو وروسته ياد واکسين ۹۱ سلنه اغيزمن ثابت شوی.

روسيه لومړنی هيواد وه چې د کرونا ويروس واکسين کارونې ته يې اجازه ورکړه او د سپوتنيک وي واکسين يې پر عامو خلکو وکاروه.

د روسيې واکسين د ازمايښت دريم پړاو نه وو بشپړ کړی او همدې لپاره د نړۍ روغتيا ادارې او هم ساينس پوهانو له پوښتنو سره مخ شو.
A Russian medical worker administers a shot of Russia's Sputnik V coronavirus vaccine in Moscow on 5 December, 2020.
A Russian medical worker administers a shot of Russia's Sputnik V coronavirus vaccine in Moscow on 5 December, 2020. Source: AP via AAP

کوسټاريکا

ياد هيواد د چهارشنبې په ورځ د فيزر-بايوټيک واکسين ترلاسه کړ او پنجشنبې په ورځ يې کارونه پيل کړه.

کوسټاريکا هيواد د فيزر-بايوټيک واکسين کاروي.

 

الجزيره ويبپاڼې له مخه.


شریکول
خپور شوی 25/12/2020 په 1:55pm