د سیډني تندر لخوا په یوې خپرې شوې اعلامیې کې راغلي چې سیډني تندر د پنجشنبې په ورځ له یوې پیښې وروسته د فاروقي د چلند په اړه شکایت ترلاسه کړ او موضوع یې د تحقیقاتو لپاره د آسټرالیا کرېکټ بورډ ته راجع کړه.
د تحقیقاتو له اوریدلو او د کمیشنر لخوا د پریکړې له اعلان وروسته، تندر پریکړه وکړه چې د هغه قرارداد لغوه کړي.
په خپرې شوې اعلامیې کې راغلي چې ټولو اغیزمنو اړخونو ته د ملاتړ وړاندیز شوی.
د نیو ساوت وېلز ایالت د کرېکټ بورډ اجراییوي مشر، لي ګرمون ویلي چې د فاروقي د چلند له امله د هغه تړون لغوه شوی.
"د فضل الحق فاروقي چلند زموږ له ارزښتونو بهر وه او پرېکړه شوې چې د هغه تړون لغوه شي."
"زموږ تمرکز اوس د دې پیښې اغیزمنو کسانو ته د اړینې مرستې چمتو کول دي."
لا ډېر ولولئ

آيا کريم صادق اسټراليا کې پناه اخيستې؟
سیډني تندر تر اوسه د فضل الحق فاروقي د چلند په اړه جزیات ندي شریک کړي.
پدې اړه نور معلومات وروسته خپرېږي.