کريم صادق د افغانستان کريکټ ملي لوبډلی پخوانی لوبغاړی چې په افغانستان کې د کريکټ۲۰۰۹ کال د ملي لوبډلې غړيتوب
په افغانستان کې کرکټ د نولسمې پېړۍ له نیمايي راهیسې پیل شوی، خو د یوویشتمې پېړۍ په لومړیو کې د کرکټ ملي لوبډلې بریاوې پیل کړې. د افغانستان کرکټ بورډ په ۱۹۹۵ کې جوړ شو او په 2001 کال کې د کرکټ د نړیوالې شورا (ICC) يو وابسته غړی شو.
د افغانستان لوبډله په ۲۰۰۳ کې د اسیایي کرکټ شورا (ACC) غړی شو.
د افغانستان کريکټ لوبډلې چټک پرمختګ وروسته وشو کولی د ۲۰۱۷ کال د جون په ۲۲ په لندن کې د ICC په یوه غونډه کې افغانستان ته د ICC بشپړ غړیتوب او د ټيسټ لوبو کولو حق ورکړل شول.
LISTEN TO

د افغانستان کريکټ بورډ: ښځې د کريکټ لوبو اجازه لري او هيڅ نړيوال فشار سره مخ ندی
SBS Pashto
19:42
د افغانستان د کريکټ پدې سفر کې پخوانی لوبغاړی کريم صادق شامل وو، نوموړی وايي افغان لوبډله تر دې ځای رارسيدو تر شا ډيرې هلې ځلې او قربانۍ ورکړل شوي دي.
ښاغلی صادق افغانستان ملي لوبډلې ته له۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۱۸ کاله لوبې وکړې او بيا وروسته کريکټ ته مخه ښه وروسته په افغانستان کريکټ بورډ کې دنده ترسره کوله.
ښاغلی په کريکټ بورډ کې له ځينو ناخوالو سر ټکوي ولې بيا هم لوبغاړي او د هغوی لاسته راوړنې ستايي.
LISTEN TO

آيا پوهيږئ د اسټراليا کريکټ لوبډلې څلويښت ورځې بيړۍ له لارې سفر کاوه ترڅو انګلستان لوبډلې سره ولوبيږي؟
SBS Pashto
09:23
دا مهال ښاغلی صادق په اسټراليا کې دی او د ويکټوريا ايالت ماونټين ګيټ ځايي کلب کې د لوبډلمشر او روزونکي په توګه دنده ترسره کوي.
ښاغلی وايي له ياد کلب سره يې شپږو مياشتو قرارداد لاسليک کړی.

Afghanistan cricketers Shahzad Mohammadi (C) and Gulabdin Naib (R) celebrate after winning their T20 World Cup cricket match against Zimbabwe. Source: Getty / Getty Images
اس بي اس پښتو خپرونې له ښاغلي صادق سره بشپړه مرکه کړې چې دلته يې اوريدلی شئ.