'توقیف او ځورونه': د طالبانو په واکمنۍ کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب په اړه اندېښنې مخ په زیاتېدو دي

واک ته د طالبانو له رسېدلو وروسته، د رسنیو زرګونه کارکونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي، سلګونه نور له هېواده وتلي او هغه کسان چې په افغانستان کې پاتې دي، له زیاتو ګواښونو او محدودیتونو سره مخ دي.

Female TV journalists and broadcasters are being forced to wear full face coverings by the Taliban.

Source: Supplied

د په وروستي راپور کې راغلي چې واک ته د طالبانو تر رسېدلو وروسته، ۳۱۸ رسنۍ تړل شي او د رسنیو زرګونه کارکونکو په ځانګړې توګه ښځو خپل کارونه له لاسه ورکړي دي.

خاطره احمدي د طلوع نیوز خبرې شبکې خبریاله ده. هغه وايي چې واک ته د طالبانو تر رسېدلو وروسته ژورنالیستان له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي او د طالبانو وروستي فرمان چې ښځې باید د پردې پرمخ خپل مخونه پټ کړي، مایوسه کړي دي.

هغه وايي:"په ټولیز ډول نارینه او ښځینه خبریالان د نوي حکومت د محدودیتونو، شرایطو او قوانینو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي."

"که چېرې یو شخص په منطقي توګه فکر وکړي، حتی د اسلام مبارک دین او قرآن کریم چې د خدای کتاب دی، د ښځو په اړه داسې څه نه دي ویلي (د مخ پټول)."
Khatera Ahmadi
د طلوع نیوز خبریاله، خاطره احمدي Source: Susannah George/The Washington Post via Getty Images
اغلې احمدي له تېرو پنځو کلونو راهیسې د خبریالې او نطاقې په توګه د افغانستان په رسنیو کې کار کوي. 

په داسې حال کې چې خبریالان په افغانستان کې له ستونزو او ګواښونو سره مخ دي، نوموړې وايي لا هم غواړي په رسنیو کې کار ته دوام ورکړي او د میلیونونو ښځو لپاره چې په افغانستان کې حقوق نه لري خپل غږ پورته کړي.

هغه وايي: "زما سربیره، زما ټول همکاران د ګواښ احساس کوي، که نارینه دي یا ښځینه. مونږ په تصویري رسنیو کې کار کوو، هره شېبه او هره دقیقه، مونږ له ګواښ او خطر سره مخ یو."

" که چېرې له مونږ مخکې ښځو مبارزه کړې وه، مونږ به د داسې ورځې شاهد نه وو. که مونږ نن مبارزه کوو، دلیل یې دادی چې مونږ غواړو نورې انجونې او خبریالان په راتلونکې کې له ورته حالت سره مخ نشي."
'د همکارانو په اړه ژوره اندیښنه'

خالد (مستعار نوم) شاوخوا ۷ کاله په افغانستان کې له نړیوالو او داخلي رسنیو سره کار کړی. واک ته د طالبانو له رسېدلو وروسته آسټرالیا ته په بشردوستانه ویزه راغلی او اوسمهال د آسټرالیا په ملبورن ښار کې ژوند کوي.

خالد وايي، په داسې حال کې چې په آسټرالیا کې ځان نېکمرغه او خوندي احساسوي، په افغانستان کې د خپلو همکارانو د ژوند د خرابېدو له امله ډېر اندېښمن دی.

هغه وايي: "خبریالان دا مهال [په افغانستان کې] له سختو رواني شکنجو سره مخ دي."

"زموږ ښځینه همکارانې چې په کابل کې پاتې دي اجازه نه لري چې په مطبوعاتي کنفرانسونو کې ګډون وکړي."

"د دې ترڅنګ د افغانستان په ملي راډیو ټلویزیون کې ښځینه خبریالانې له کار کولو منع شوي او طالبان غواړي چې د خصوصي رسنیو په برخه کې هم ښځینه خبریالانې منع کړي."
Qamari
Source: Supplied
څو میاشتې وړاندې د آسټرالیا حکومت اعلان وکړ چې په راتلونکو څلورو کلونو کې به ۳۱ زره او ۵۰۰ افغانان وکولای شي د بشردوستانه او فامیلي ویزو د پروګرامونو له لارې آسټرالیا ته راشي. 

خالد د آسټراليا له حکومت څخه غوښته لري ترڅو په خپل بشردوستانه پروګرام کې افغان خبریالانو ته لومړیتوب ورکړي.
'پر طالبانو باید فشار واچول شي'

محمود په افغانستان کې د خبریالانو د حقونو د ملاتړ دیوې ادارې کارکوونکی دی. (د امنیتي ستونزو له امله نشو کولای ترڅو د محمود د اصلي نوم او وظیفې په اړه له تاسو سره معلومات شریک کړو)

ښاغلي محمود له سره په خبرو کې ویلي چې اوسمهال افغان خبریالان له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي. د بېلګې په توګه، ځاني نه خوندیتوب، ځان سانسوري، اطلاعاتو ته نه لاسرسی، د قوانینو نشتون او بیکاري.
Call for Australian government to provide more visas to members of the Afghan media
Source: MEAA
هغه وايي چې د خبریالانو د ملاتړ نهادونه هم تر سختو فشارونو لاندې دي.

"د خبریالانو د ملاتړ نهادونه تر ډېره پورې تر سختو فشارونو لاندې دي. دوی په واضح ډول د هغه څه په اړه غږ نشي پورته کولای څه چې نن سبا د افغانستان په خبریالانو او رسنیو تېرېږي. د رسنیو، خبریالانو او بیان آزادي په اړه د دوي په اوونیزو، میاشتنیو او شپږ میاشتنیو راپورونو بندیزیونه موجود دي او حتا نشي کولای د رسنیو او خبریالانو د دفاع په برخه کې رسنیزې اعلامیې خپرې کړي او یا هم مرکې وکړي."

"نه خبریالان، نه رسنۍ او نه هم د بشري حقونو فعالین د بیان ازادي لري. موږ په لسګونو داسې موارد مستند کړي دي، چې خبریالان د یوه راپور له امله نیول شوي، احضار شوي او هم تهدید شوي دي."

" له همدې امله خبریالان تر سخت رواني فشار لاندې دي او نشي کولای هغه څه چې په ټولنه کې روان دي، په اړه یې وغږېږي."


شریکول
خپور شوی 16/06/2022 په 3:37pm
لخوا Mujeeb Muneeb