د کرونا ويروس وبا سره اسټراليا کې د بې کارۍ کچې لوړيدل حکومت او کاروبارونه له ژورې انديښنې سره مخ کړي. حکومت غواړي ترڅو له وبا وروسته د اسټراليا اقتصاد حرکت کې راولي، کاري مارکيټ پر پښو ودروي او ډير شمير خلک په کار کړي.
د سه شنبې په ماښام د اسټراليا حکومت راتلونکي کال لپاره خپل بوديجه داسې حال کې وړاندې کړه چې دا مهال حکومت له ۲۰۰ ميلياردو ډالرو ډير پور وړې دی.
د نوې بوديجې وړاندې کولو سره ځينو کسانو تاوان او ځينو بيا ګټه وکړه.
لا ډېر ولولئ

د اسټراليا نوې بوديجې ګټونکي او بايلونکي څوک دي؟
د نوې بوديجې له مخه بايلونکو کسانو کې مهاجر شامله دي، يعنې اسټراليا ته به لږ شمير مهاجر له بهر څخه دعوت او يا ميشت کړای شي. د اسټراليا حکومت لومړي ځل لپاره د انګليسي ژبې ازموينه هغو ښځو او خاوندانو لپاره وړاندې کړه کوم چې له بهر څخه اسټراليا ته راتګ او ميشتيدل غواړي.
حکومت وايي د انګليسي ژبې ازموينه به د ۲۰۲۱ کال پای کې جبري وګرځول شي.
د اسټراليا د مهاجرت او کډوالو سر پرست وزير الن تود د انګليسي ژبې ازموينې مسله روښانه کړه.
ښاغلی وايي، دا مهال اسټراليا کې که څوک په انګليسي ژبه روانې خبرې کوي د هغوی ۶۲ سلنه په کار ګومارل شوي ولې بله خوا به هغه کسان چې په انګليسي ژبه سمې خبرې نشي کولی د هغوی يوازې ۱۳ سلنه کار کوي.
اس بي اس نيوز سره خبرو دوران کې ښاغلي تود وويل،" زمونږ مقصد دادی ترڅو نوي راغلي مهاجر انګليسي ژبه زده کړي چې بيا اسټراليا کې په اسانۍ کار وشي موندلی، ټولنه کې بشپړ ډول سره ګډون وکړي او هم ټولنه کې د يو به زغمل زده کړي."
"انګليسي ژبې پرته ډير مشکله ته ترڅو کار پيدا کړئ، ټولنه کې برخه واخلئ، ښځې له لا نور ډير کورني تاوتريخوالي سره مخ کيږي ځکه که د هغوی انګليسي ژبه زده نه وي نو مرستې غوښتنه نشي کولی."
د يو اسټراليايي د ژوند ملګرۍ چې له بهر څخه اسټراليا ته راځي نو تر اسټراليا رسيدو پورې له هغه څخه د انګليسي ژبې ازموينه نه اخيستل کيږي.
هر کس چې له بهر څخه خپل ژوند ملګري سره اسټراليا کې يوځای کيږي حکومت ورته دوه کلنه لنډمهاله ويزه ورکوي، ولې د يادې ويزې ختم وروسته کله چې دا کسان دايمي ويزې ته غوښتنليک ورکوي له هغوی به د انګليسي ژبې ازموينه اخيستل کيږي او دا به هم ښايي چې همدې کسانو د انګليسي ژبې زده کړې سم کوښښ کړی.
يوه لار چې همدا کسان يې ښودلی شي چې دوی د انګليسي ژبې زده کړې کوښښ کړی هغه د حکومت لخوا ۵۰۰ ساعته وړيا د انګليسي ژبې زده کړې پروګرام کې ګډون کول دي.
د مهاجرت وزير وايي، د ياد پروګرام موده يې سږ کال نوره هم وغزوله ترڅو مهاجر وشي کولی ډيرې مودې لپاره په وړيا ډول د انګليسي ژبې زده کړه وکړي.
د اسټراليا لومړي وزير څو کلتوريزو رسنيو سره خبرو دوران کې وويل، د انګليسي ژبې ازموينه به يوازې د نوو راغلو کسانو ابتدايي انګليسي ژبې پوهه معلومول وي.
لومړۍ وزير وايي، هغه نور ډله مهاجر کوم چې مسلکي کارونو لپاره اسټراليا ته راځي او اقتصادي مهاجر دي د هغوی انګليسي ژبې ازموينه بيا سخته وي.
لدې بدلون سره به حکومت څلورو کلونو کې ۵ ميليونه ډالر ګټه ترلاسه کړي.
بله خوا ځيني کسان بيا د حکومت دا ګام غندي او وايي، هغه کسان چې له نورو هيوادونو څخه د کومو ژبه چې انګليسي نه وي او اسټراليا ته راتګ غواړي له ستونزو سره مخ کړي.
د حکومت مخالف ګوند (ليبر) څو کلتوريزو چارو کې وياند انډريو ګيلس هم د حکومت دې ګام پر وړاندې انديښنه څرګنده کړې او وايي، " زه پدې نه پوهيږم چې که يو کس له يو اسټراليايي سره مينه لري او ګډ ژوند جوړول غواړي نه له هغې څخه د انګليسي ژبې ازموينه څه معنی لري."
د اسټراليا لومړي وزير له 2GB راډيو سره خبرو دوران کې وويل، د انګليسي ژبې نوې پاليسي د مهاجرت او هم د اسټراليا دواړو په ګټه ده.
د اسټراليا حکومت په ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کلونو کې ۷۲۳۰۰ کسانو ته د ژوند ملګري (خاوند، ميرمن) ويزې ورکړي، او دا شمير بيا تيرو کلونو کې ۴۷،۰۰۰ وه.
حکومت هغو ويزو غوښتنليک ته لومړيتوب ورکوي کوم چې اسټراليا کې دننه د مهاجرت ادارې ته سپارل کيږي او يا له بهر څخه راغلي د ژوند ملګري د اسټراليا لرې پرتو سيمو کې ميشتيدل غواړي.
اسټراليا به روان مالي کال کې له دويمې نړيوالې جګرې وروسته لومړي ځل لپاره له بهر څځه هيڅ مهاجر اسټراليا ته قبول نه کړي او د تيرو کلونو پر پرتله به روان کال کې ۷۲،۰۰۰ لږ مهاجر اسټراليا کې ميشت کيږي.