د اسټراليا نوې بوديجې ګټونکي او بايلونکي څوک دي؟

د اسټراليا حکومت داسې محال خپل نوې بوديجه اعلان کړه چې دا مهال اقتصاد يې له ۳۰ کلونو وروسته له کساد يا بحران سره مخ دی.

The government is spending record amounts, but not everyone is a winner from the 2020 federal budget.

The government is spending record amounts, but not everyone is a winner from the 2020 federal budget. Source: AAP

د اسټراليا فدرال حکومت ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ مالي کال لپاره خپل بوديجه داسې حال کې اعلان کړه چې له دويمې نړيوالې جګړې وروسته لومړي ځل لپاره د اسټراليا اقتصاد له کساد (بحران) سره مخ دی.

تاسو ته مو د نن (سه شنبې) بوديجې ګټونکي او بايلونکي راخيستي او په لاندې ډول دي.
Australian Treasurer Josh Frydenberg listens during a press conference inside the Budget lockup.
Australian Treasurer Josh Frydenberg listens during a press conference inside the Budget lockup. Source: AAP

د فدرال بوديجې ګټونکي

ماليه ورکوونکي يا  هغه کسان چې کار کوي يا کاروبار لري او ماليه ورکوي

حکومت ماليه ورکوونکو د ماليې کمول د روان کال جولای مياشت څخه اعلان کړل دا پدې معنی چې ټول هغو کسان کومو چې جولای مياشت راهيسې يې ماليه ورکړې د حکومت لخوا د ماليې کمولو وروسته ددوی په تنخواو کې ډيروالی راځي او دا ډيروالي د روان کال جولای مياشت لومړۍ نيټې څخه حساب کيږي.

هغه کسان چې يوازې کار کوي د هغوی عايف يا تنخوا په يو کال کې تر ۲۷۴۵ ډالرو ډيريږي او بيا که په يو کور کې جوړه کسان کار کوي نو د دواړو عايد کې تر ۵۴۹۰ ډالرو ډيروالی راځي.

هغه کسان چې خپل لومړنۍ کور اخلي

حکومت هغو کسانو سره مالي مرسته کوي کوم چې خپل لومړنۍ کور اخلي. حکومت ۱۰،۰۰۰ نورو اسټراليايانو ته لار هواروي ترڅو نوې او يا نوې جوړ شوی کور وپيري.

د حکومت لدې پلان له مخه ځوانان کولی شي د کور د قيمت يوازې ۵ سلنه ورکړي او باقي پيسه يې بيا په قستونو ورکولی شي.

د حکومت لخوا دا اعلان شوی پلان د راتلونکي کال جون مياشت پورې د اعتبار وړ ده.

د توليد ځانګه

حکومت به اسټراليا کې داخلي توليد برخې باندې ۱.۳ ميليارده ډالر پانګونه وکړي.

حکومت دا پانګونه په شپږو برخو کوي - خواړه او خښلو اوبه او نور، معدن، د طبي توکي جوړول، دفاع برخه، پاکه انرژي او هم بيا کارول يا Recycling.

د زړو کسانو تقاعد

زاړه کسان چې دا مهال تقاعد دي دوی د روان کال اپريل او جولای مياشتو کې حکومت لخوا ۷۵۰ ډالر اضافي ترلاسه کړل او راتلونکي ډيسيمبر او مارچ مياشتو کې حکومت دوی ته ۲۵۰ ډالر ورکوي.

هغه ځوانان چې د کار په لټه کې دي او جاب سيکرز پيسې ترلاسه کوي

حکومت د نوې پلان له مخه ټولو هغو کاروبارونو ته پيسې ورکوي کوم چې  د ۱۶ او ۳۵ کلونو ترمينځ ځوانان په کار ګوماري.

هر کاروبار ته حکومت په اونۍ کې د ځوان کاريګر د تنخوا ۲۰۰ ډالر ورکوي او د هغوی عمر بايد د ۱۶ او ۳۰ ترمينځ وي، بيا هغه کسان چې عمرونه يې د ۳۰ او ۳۵ ترميځ دي حکومت د هغوی د يوې اونۍ تنخوا ۱۰۰ ډالر مرسته کوي. لدې سره حکومت غواړي ترڅو کاروبارونه وهڅوي ځوانان په کار وګوماري.

ښځې

حکومت د ښځو بيرته کاري مارکيټ ته راوستلو باندې ۲۴۰ ميليونو ډالرو پانګونه کوي. د کرونا ويروس وبا له امله هغه ښځې چې خپل کارونه يې له لاسه ورکړي دوی د لدې پيسو ګټه ترلاسه کوي.

۲۵ ميليونه ډالر د ښځو زده کړې او مهارت ترلاسه کولو باندې لګول کيږي او دوی کولی شي په ساينس، ټکنالوژي، انجينري او حساب برخو کې زده کړې وکړي.

رواني روغتيا

هر هغه اسټراليايي چې پخوا يې په کال کې ۱۰ وارې ارواح پوه سره ليدل اوس دا ليدنه دوه برابره کولی شي معنی داچې يو کس کولی شي رواني روغتيا لپاره يو ارواح پوه  په يو کال کې ۲۰ وارې وګوري. حکومت پدې برخه ۱۴۸ ميليونو ډالرو پانګونه کوي.

پوهنتونونه

حکومت پوهنتونو کې پر څيړنې برخې ۱ ميليارد ډالر پانګونه کوي. حکومت لدې وړاندې د پوهنتون لسانس ۱۲۰۰۰ برخو باندې ۳۰۰ ميليونو ډالرو پانګونه اعلان کړې وه. يعنې ټوله کې به پر پوهنتونو ۱.۳ ميلياردو ډالرو پانګونه کيږي.

د بوديجې پايلونکي

مهاجر او ماشومان

روان مالي کال کې به کورنيو ته ۷۷۳۰۰ ويزې ورکول کيږي چې لدې ويزو څخه ۷۲۳۰۰ يې د ژوند ملګري راوستلو او يا اسټراليا کې ميشتولو ته ورکول کيږي.

 پاتې۵۰۰۰ ويزې نورو مهاجرو ته چې له ماشومانو سره اسټراليا ته راځي يا ميشت کيږي ورکول کيږي.

که څوک له بهر څخه اسټراليا ته خپل د ژوند ملګرۍ راولي نو هغه بايد انګليسي ژبې ازموينه ورکړي او که ازموينه کې بريالۍ يا بريالی شي بيا د اسټراليا دايمي ويزه ترلاسه کولی شي.

غير مهارت لرونکي مهاجر

کله چې د اسټراليا پولې پرانيستل شي او له بهر څخه د مهاجرو راتګ پيل شي، حکومت په پام کې لري ترڅو  مهارت لرونکي او ډير تکړه مهاجرو ته ويزې ورکړي ترڅو اسټراليا ته راتګ وروسته دوی د اسټراليا د اقتصاد وده کې رغنده رول ولوبوي.

له بهر څخه د مهاجرو راتګ

حکومت وويل، دوی به هغو ويزو غوښتنليکونو ته لومړيتوب ورکوي کوم چې اسټراليا کې دننه مهاجرت ادارې ته سپارل کيږي او هم دا کسان د اسټراليا لرې پرتو سيمو کې ژوند کوي. 

که څوک له بهر څخه خپل د ژوند ملګرۍ اسټراليا ته راغواړي او اسټراليا کې هغه کس لويو ښارونو څخه لرې نورو لرې پرتو سيمو کې ژوند کوي حکومت به د ياد کس د ژوند ملګري ويزې ته لومړيتوب ورکوي.

پناه غوښتونکي

اسټراليا حکومت به روان کال بشري مرستو له لارې يوازې ۱۳۷۵۰ کډوالو ته ويزې ورکړي ترڅو اسټراليا کې ميشت شي.

د اسټراليا کورنيو چارو وزير پيټر ډاټون دا ژمنه هم وکړه چې د اسټراليا د پولو خپلواکۍ عمليات به جاري ساتي او له بهر څخه پناه غوښتونکو او کډوالو ته اجازه نه ورکوي ترڅو کښتۍ له لارې اسټراليا ته غير قانوني سفر وکړي او اسټراليا کې دايمي ميشت شي. اسټراليا حکومت له اندونيزيا سره ۴۱.۴ ميليونو ډالرو مرسته کوي ترڅو اسټراليا ته د ياد هيواد له پولو څخه کډوال او يا مهاجر کښتيو کې رانشي.

اقتصاد

د اسټراليا اقتصاد دا مهال له کساد (بحران) سره مخ دی او حکومت ۲۱۳.۷ ميليارده ډالر پور وړۍ يا قرضدار دی. حکومت اټکل کوي چې د قرضې دا رقم به د ۲۰۲۴ کال جون مياشت پورې ۹۶۶ ميلياردو ډالرو ته لوړ شي.

د اسټراليا اقتصاد تيرو ۳۰ کلونو کې لومړي ځل لپاره له بحراني حالت سره مخ دی. د اسټراليا نفوس ډيروالي کچه په تيرو ۱۰۰ کلونو کې تر ټولو ټيټې کچې ته رسيدلی او دا پدې معنی ده چې ډير اسټراليايان نوی ماشومان نه زيږوي.

د روان کال ډيسيمبر مياشت پورې به د بې کارۍ کچه ۸ سلنې ته ورسيږي او ټوله کې ويلی شو د اسټراليا اقتصاد په خپل تاريخ کې لومړي ځل لپاره له نوو ننګونو او بحران سره مخ دی.

 


شریکول
خپور شوی 7/10/2020 په 1:26am
اپډیټ شوی 12/08/2022 په 3:16pm
لخوا Maani Truu, Jodie Stephens