مهم ټکي
تېره اوونۍ د افغانستان د بیارغونې لپاره د مدیریت صندوق او نړیوال بانک په دې هېواد کې د دریو لویو پروژو لپاره ۷۹۳ میلیونه ډالره مرسته تصویب کړه.
سیګار هغه راپورنه بي بنسټه وباله چې په هغه کې ادعا شوې وه د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني له افغانستان څخه د وتلو پر مهال میلیونونه ډالر له ځانه سره وړي دي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیرباک د تېر اوونۍ د سه شنبې په ورځ وویل چې د طالبانو په حاکمیت کې افغانستان په ښه لوري راون نه دی.
ځینې هغه پوځي وسایل او وسلې چې د افغانستان د جمهوري نظام د پرځیدو پر مهال ایران ته وړل شوي وو، تېر اوونۍ بېرته افغانستان کې طالبانو ته ورکړل شوي.
د بشري حقونو د څار سازمان افغانستان کې د بشري حقونو ناوړه وضعیت ته په کتو پر ۳ طالب مشرانو د سفر بندیز لګولو غوښتنه کړې.