د مختلفو کلتورونو خلک څرنګه کولای شي په خپله ژبه د رواني روغتیا خدمتونو ته لاسرسی پیدا کړي؟

هغه کسان چې له انګلیسي ژبې پرته په نورو ژبو خبرې کوي او د مختلفو کلتورونو له ټولنې سره تړاو لري، له دې وروسته کولای شي د HeartChat له لارې په انلاین بڼه خدمتونو ته لاسرسی پیدا کړي.

Some of the professionals listed on HeartChat.

Some of the professionals listed on HeartChat. Source: HeartChat.com.au

سیمانټي د ملبورن ښار اوسېدونکې ده او اوسمهال ۲۰ کاله عمر لري. نوموړې د لومړی ځل لپاره هغه وخت د رواني روغتیا په برخه کې د مشورې غوښتنه کړې و چې نوې ځوانه شوې و او په ښونځي کې و. هغه وايي چې د خپلې راتلونکې او زده کرو په اړه تر فشار لاندې و او مشورې ته یې اړتیا درلوده.

سیمانټي اس بي اس ته په خبرو کې ویلي چې، نوموړې یواځې وه او د آسټرالیا او د بنګلدیشي هندو کلتور ترمنځ د ټکر له ستونزې سره مخ و،  له همدې امله نوموړې روانشناس ته ورغلې و خو هغه د سیمانټي په ستونزه نه و پوه شوی.

نوموړې وايي‌ چې روانشناس کېداي شي له دې امله د هغې په ستونزه نه یي پوه شوی ځکه روانشناس د نوموړې د کلتور په اړه معلومات نه درلودل.

سیمانټي‌ وايي چې، دا به ښه و که چېرې روانشناس د سویلي آسیا له هېوادونو سره تړاو در لود او هندو هم و نو په هغه حالت کې به کیدای شي درملنې ګټه ورته کړې و.

د هارټ چټ‌ په نوم نوي آنلاین خدمتونه پدې موخه پیل شوي ترڅو په آسټرالیا کې د مختلفو کلتورونو ناروغان له داسې متخصصو کسانو سره مخ کړي چې د دوي په کلتور او فرهنګ پوهېږي.
HeartChat
هارت‌چت حاوی معلوماتی چون زبان و باورهای مذهبی متخصصان نیز می‌باشد. Source: HeartChat.com.au
د دغې پروژې موخه داده ترڅو په یوه ځای کې خلک له داسې مسلکي کسانو څخه د رواني ناروغیو مشورې او درملنه ترلاسه کړي چې د دوي په ژبه خبرې کوي او یا هم د ناروغان د مذهب خلک وي.

د وېکټوریا ایالت د مختلفو کلتورونو د کمییسون غړې او نیورولوژسته، جوډي ټانج هغه څوک ده چې د دغې پروژې مالي ملاتړ یې کړی دی. له آسیايي خلکو سره کاري تجربه د دې لامل ګرځیدلی ترڅو جودي ټانج له داسې پروژې ملاتړ وکړي چې د مختلفو کلتورونو خلک ورڅخه ګټه پورته کولای شي.
نوموړې وايي"ما داسې مراجعین درلودل چې ماته راغلل او ویې ویل، 'دا زما لپاره خورا سخت وو چې ستاسو په څیر یو څوک ومومم ، څوک چې زما په ژبه خبره کوي یا زما کلتور وپیژني پیدا کړم"

نوموړې زیاتوي "ما یواځې غوښتل ترڅو د رواني روغتیا د ملاتړ پروګرام ته زمونږ د ټولنې په آسانۍ لاسرسی ولري".
Some of the professionals listed on HeartChat.
Some of the professionals listed on HeartChat. Source: HeartChat.com.au
آغلې ټانج وايي، په ځینو حالتونو کې چې د روغتیايي چارو متخصص د مراجعینو د کلتور په اړه معلومات (مالومات ) نلري نو کېدای شي داسې وړاندیزونه وکړي چې یو ناپوهه کس یې کوي .

"د بېلګې په توګه "یوه بومي کس ته ویل شوي و ترڅو ولاړ شي او له خپلو خلکو سره پاتې شي".

"دا بدبختي ده چې ځینې وختونه د رواني روغتیا متخصصین یوازې خپلې انګیرنې لري چې دا ممکن د مختلفو کلتورونو او مذهبونو د خلکد د درملنې پر مهال غلطې ثابتېدای شي"

ډاکټر ټانج همدا راز زیاتوي چې، ژبني او کلتوري خنډونه ډیری وخت د دې لامل ګرځي ترڅو خلک د رواني ستونزو پرمهال متخصصینو ته مراجعه ونکړي.
د کووېډ-۱۹ ناروغۍ پر مهال د رواني روغتیا د ملاتړ خدمتونو ته اړتیا زیاته شوي ، له همدې امله خلک د رواني خدمتونو ترلاسه کولو لپاره ډېر انتظار وباسي.

ډاکټر جودي ټانج وايي چې دغه حالت په ټولو ناوړه اغېز کړی په ځانګړې توګه په هغو کسانو چې د مختلفو کلتورونو له ټولنو سره تړاو لري.

د هارټ چټ د رواني خدمتونو په اړه لا‌ ډېر معلومات د دغې ادارې له وېب پاټې څخه ترلاسه کولای شئ: 

د رواني روغتیا د خدمتونو په اړه لا ډېره معلومات ، په پښتو ژبه دلته لوستلی شئ : 

هغه کسان چې د رواني ستونزو پر مهال مرستو ته اړتیا لري، له لاندې ادارو سره اړیکه نیولی شي:

لایف لاین – ۱۴ ۱۱ ۱۳ 


شریکول
خپور شوی 7/10/2020 په 7:43pm
اپډیټ شوی 12/10/2020 په 10:52am
لخوا Rashida Yosufzai