د انسانانو په ژوند کې داسې ډېر وختونه راځي چې خلک رواني خدمتونو او ملاتړ ته اړتیا پیدا کوي. د اسټرالیا په هېواد کې د رواني ملاتړ خدمتونو په بېلابیلو ژبو شتون لري او دیری دغه خدمتونه د ایالتي حکومتونو لخوا اداره کېږي.
په ډېریو حالتونو کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کونکې ادارې خپل ترجمانان نلري، له همدې امله دوی د خدمتونو وړاندې کولو پر مهال د استرالیا د فدرال حکومت د ترجمې له خدمتونو څخه ګټه پورته کوي چې د ټیس نېشنل (TIS National) په نوم یادېږي او له ۱۵۰ څخه به زیاتو ژبو د ژباړې خدمتونه وړاندې کوې.
د اسټرالیا په کچه د (Mental Health in Multicultural Australia) اداره د بېلابېلو تولنو او کلتورونو خلکو ته په یو شمېر ژبو خدمتونه وړاندې کوي: د فدرال حکومت دغې ادارې اوس خپل دفترونه تړلي دي خو ویب پانه یې تراوسه خلکو ته په بېلو ژبو معلومات وړندې کوي.
هغه غیر دولتي ادارې چې د اسټرالیا په کچه خلکو ته د رواني ملاتړ درملنې په برخه کې خدمتونه وړاندې کوي:
- لایف لاین – ۱۴ ۱۱ ۱۳
- میشن آسټریلیا –
- بیانډ بلو – ۴۶۳۶ ۲۲ ۱۳۰۰
- هېډ سپېس
- سیو ساید کال بک سرویسس –- ۴۶۷ ۶۵۹ ۱۳۰۰
- کډز هېلپ لاین ۱۸۰۰ ۵۵ ۱۸۰۰
- مینس لاین اسټریلیا ۷۸ ۹۹ ۷۸ ۱۳۰۰
د آسټرالیا حکومت د په نوم یو پروګرام په لاره اچولی دی. دغه پروګرام له هغو کسانو سره مرسته کوي کوم چې د رواني روغتیا یا سلامتیا په برخه کې مرستې ته اړتیا لري.
نیو ساوت وېلز
د نیو ساوت وېلز ایالت د رواني روغتیا لاین :
په نیو ساوت وېلز ایالت کې هر څوک کولای شي، له دغې ادارې سره په اوونۍ کې هره ورځ او هر وخت په ۵۱۱ ۰۱۱ ۱۸۰۰ شمېره په اړیکه کې شي او روغتیايي خدمتونه ترلاسه کړي.
د (TMHC) رواني روغتیا مرکز
دغه مرکز په نیو ساوت وېلز ایالت کې ټولو هغو کسانو ته د رواني روغتیا په برخه کې خدمتونه وړاندې کوي چې له انګلیسي ژبې پرته په نورو ژبو خبرې کوي. یاد مرکز د ناروغانو د ارزونې ترڅنګ هغو ته مشورې، زده کړه او روزنه هم ورکوي. د لا ډېرو معلوماتو لپاره د دغه مرکز له ویب پاڼې څخه لیدنه وکړئ:
که چېرې د دغې ادارې کارکونکي ستاسو په ژبه خبرې ونشي کولای، نو د ټېس نیشنل ادارې د ترجمانانو په مرسته به تاسو تا خپل پیغام ورسوي او ستاسو په خبره به ځان پوه کړي.
سټارټس (STARTTS)
دغه اداره هم په نیو ساوت وېلز ایالت کې د بېلابېلو کلتورونو له خلکو سره د رواني درملنې په برخه کې مرسته کوي. تاسو کولای شئ د دغې ادارې له ویب پاڼې څخه د لا ډېرو معلوماتو لپاره لیدنه وکړئ.
که چېرې د سټارټس (STARTTS) ادارې کارکونکي ستاسو په ژبه خبرې ونشي کولای، نو د ټېس نیشنل ادارې د ترجمانانو په مرسته به تاسو تا خپل پیغام ورسوي او ستاسو په خبره به ځان پوه کړي.
ویکټوریا
فونډیشن هوس (Foundation House)
دغه اداره کډوالو او هغو کسانو ته چې د کډوالو په څېر بکرونډ لري، په انګلیسي، عربي، برمایی، هخا چین، دري، دینکا، که رین، فارسي، سواحیلي، تامیل او تګرینیا ژبو خدمتونه وړاندې کوي.
تاسو کولای شئ ، دلته معلومات پیدا کړئ چې په شرایطو برابر یاست او که نه:
که چېرې د دغې ادارې کارکونکي ستاسو په ژبه خبرې نشي کولای، نو تاسو کولای شئ د ټېس نیشنل ادارې له خدمتونو څخه ګټه پورته کړئ.
د ویکتوریا ایالت په مختلف ژبو د رواني روغتیا د معلوماتو لارښود هم لري. دا نوښت د ویکټوریا دولت لخوا شوی او د فرهنګي مرکز لخوا پرمخ وړل کیږي. ژباړل شویو معلوماتو ته دلته کولای شئ لاسرسئ ولرئ:
د ویکټوریا ایالت دوه نورې ادارې هم د رواني روغتیا په برخه کې خدمتونه وړاندې کوي، مګر افرادو سره په مستقیم ډول مرسته نه کوي:
په توکميزو ټولنو کې د معيوبيت پر وړاندې اقدام (ADEC)
دغه اداره د بیلابېلو ژبو خلکو د پوهاوي کچه، د رواني ستونزو، رواني روغتیا او پاملرنې خدمتونو ته د لاسرسي په اړه لوړوي. لاډېر معلومات کولای شئ، د دغې ادارې له ویب پاڼې څخه ترلاسه کړئ.
د (VTMH) مرکز
دغه مرکز په ویکټوریا ایالت کې ټولو هغو کسانو ته د رواني روغتیا په برخه کې خدمتونه وړاندې کوي چې له انګلیسي ژبې پرته په نورو ژبو خبرې کوي. یاد مرکز د ناروغانو د ارزونې ترڅنګ هغو ته مشورې، زده کړه او روزنه هم ورکوي. د لا ډېرو معلوماتو لپاره د دغه مرکز له ویب پاڼې څخه لیدنه وکړئ:
کوینزلند
د (QTMHC) مرکز
دغه مرکز د کوینزلنډ په کچه د بېلابېلو کلتورونو خلکو ته د رواني روغتیا په برخه کې خدمتونه وړاندې کوي. د مختلفو کلتورنو خلک کولای شي د دغې ادارې ژباړل شویو معلوماتو ته لاسرسئ ولري .
د (QPASTT) مرکز
دغه اداره هغو کډوالو ته حساس خدمات وړاندې کوي چې اسټرالیا ته له راتګ مخکې شکنجه شوي اوسي. همدا راز ژغورل شویو کسانو ته وړیا رواني او ټولنیز خدمتونه وړاندې کوي.
فورټیفای هېلت (Fortify Health)
د مختلفو کلتورونو خلکو لپاره د رواني روغتیا وړیا پروګرامونه پرمخ وړي کوم چې له شدیدې او پیچلې رواني روغتیا سره ژوند کوي. په شمول د انفرادي درملنې، رازونې او تشخیص، د هوساینې ګروپونه، غیر کلینیکي ټولنې په مرسته ملاتړ او له رواني معلولینو سره د ان ډي آی اس د غوښتنلیکونو په برخه کې مرسته کول.
د اسټرالیا شماليسیمه
د میلالیوکا د کډوالو مرکز (Melaleuca Refugee Centre)
د شمالي سیمې د رواني روغتیا ایتلاف (NTMHC)
دغه اداره د اسټرالیا به شمالي سیمې کې مرکزي اداره ده چې په یاده سیمه کې د رواني روغتیا ټول خدمتونه اداره کوي.
د شمالي سیمې د رواني روغتیا لاین : ۲۸۸ ۶۸۲ ۱۸۰۰
د شمالي سیمې اوسیدونکي کولای شي د یادې سیمې د رواني روغتیا خدمتونو په اړه معلومات له دغه لاین څخه ترلاسه کړي:
لویدیځه آسټرالیا
اسیټس (ASeTTS)
دغه مرکز هغو کډوالو ته رواني خدمتونه وړاندې کوي چې تاوتریخوالی او شکنجې یې تېرې کړې اوسي. اوسمهال یاد مرکز په عربي، ډینکا، کرېن او کرونډي ژبو خدمتونه وړاندې کوي. تاسو کولای شئ د معلوماتو لپآره د دغې ادارې له ویب پاڼې څخه لیدنه وکړئ.
تزمانیا
فونیکس سنټر
فونیکس سنټر په تزمانیا ایالت کې د کډوالو د منابعو له مرکز سره په ګډه کار کوي او هغو کسانو ته تخصصي خدمتونه وړاندې کوي چې له شکنجو څخه ژغورل شوي اوسي.
د فونیکس سینټر کارکونکي د هوبارت ښار له دفتر څخه د یاد ایالت په بېلابېلو سیمو کې خلکو ته خدمتونه وړاندې کوي:
د تزمانیا حکومت د رواني روغتیا اداره په یاد ایالت کې ټولو هغو کسانو ته چې خراب رواني حالت لري خدمتونه وړاندې کوي. د رواني روغتیا خدمتونو په اړه معلومات کولای شئ له لاندې وېب پاڼې څخه ترلاسه کړئ.
یا هم تاسو کولای شئ، د ارزونې لپاره له ۳۸۸ ۳۳۲ ۱۸۰۰ شمېرې سره اړیکه ونیسئ.
سویلي اسټرالیا
ریلیشن شپ آسټرلیا (Relationship Australia)
د دغې مرکز، د پیس (Peace) په نوم پروګرام په ځانګړې توګه د مختلفو کلتورونو د ټولنو خلکو ته خدمتونه وړاندې کوي. یاد پروګرام له اشخاصو ، کورنیو او ټولو سره مرسته کوي. د لا زیاتو معلوماتو لپاره د دغې ادارې له وېب پاڼې څخه لیدنه کړئ.
سټارټس (STARTTS)
دغه اداره په سویلي اسټرالیا کې د بېلابېلو کلتورونو له خلکو سره د رواني درملنې په برخه کې مرسته کوي. د سټارټس اداره د مختلفو کلتورونو خلکو ته وړیا خدمتونه وړاندې کوي.
تاسو کولای شئ د دغې ادارې له ویب پاڼې څخه د لا ډېرو معلوماتو لپاره لیدنه وکړئ.
په اسټرالیا کې مېشت کسان باید د یو بل ترمنځ، له یو نیم متر څخه زیات فزیکي واټن وساتي.
د کرونا وېروس آزموینه اوسمهال د اسټرالیا په بېلابېلو سیمو کې ترسره کېږي. که چېرې تاسو باور لرئ چې تاسو هم ممکن په کرونا وېروس اخته شوي یاست، نو خپل ډاکټر ته زنګ ووهئ (لیدنه ونکړئ) یا د کرونا وېروس د معلوماتو له ملي مرکز سره په ۰۸۰ ۰۲۰ ۱۸۰۰ شمېره اړیکه ونیسئ. که تاسو په ساه اخیستلو کې ستونزه لرئ نو له 000 شمېرې سره اړیکه ونیسئ.
تاسو کولای شئ، د خپل موبایل له اپ سټور څخه د کوېډ سېف (COVIDSafe) اپلېکېشن ډاونلوډ کړئ.
د اس بي اس شبکه ژمنه ده ترڅو تاسو ته د کرونا وېروس په اړه ستاسو په ژبه باوري راپورونه چمتو کړي. دلته تاسو کولای شئ په ۶۳ ژبو خبرونه او معلومات پیدا کړئ: