د آسټرالیا کرېکټ بورډ له افغانستان سره لوبې لغوه کړې

ټاکل شوې وه چې د روان کال په مارچ میاشت کې د آسټرالیا او افغانستان لوبډلو ترمنځ په متحده عربي اماراتو کې د یو ورځنیو لوبو سریز ترسره شي.

Cricket plays from Afghanistan and Australia during a match.

Players from Australia and Afghanistan during an ICC Cricket World Cup group stage march in the UK in 2019. Source: AAP, Press Association / Mark Kerton/Alamy

د آسټرالیا کرېکټ بورډ اعلان کړی چې له ښځو سره د طالبانو د ناوړه چلند له امله د افغانستان له ملي لوبډلې سره راتلونکې لوبې نه ترسره کوي.

ټاکل شوې وه چې د روان کال په مارچ میاشت کې د آسټرالیا او افغانستان لوبډلو ترمنځ درې یو ورځنۍ لوبې ترسره شي.

د آسټرالیا کرېکټ بورډ دغه اعلان وروسته له هغه کوي چې څه موده وړاندې طالبانو د پوهنتونونو دروازې د افغان انجونې پر مخ وتړلې او ښځې یې په موسسو کې له کار څخه منع کړې.

د آسټرالیا کرېکټ بورډ ویلي، دا پرېکړه یې د آسټرالیا د حکومت په ګډون له اړوندو اړخونو سره له پراخو مشورو وروسته کړې ده.

د آسټرالیا کرېکټ بورډ وايي:

"د آسټرالیا کرېکټ بورډ، د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې د ښځو او نارینه وو لپاره د لوبو د ودې ملاتړ ته ژمن دی، او په هیواد کې د ښځو او نجونو لپاره د ښو شرایطو په تمه به د افغانستان له کرکټ بورډ سره همکارۍ ته دوام ورکړي."

"موږ د آسټرالیا له حکومت څخه په دې برخه کې د مرستې له امله مننه کوو."
Australian Cricketers’ Association boycott South Africa tour.
Source: SBS
زموږ د له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ .

زموږ خپرونه دلته یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.

شریکول
خپور شوی 12/01/2023 په 6:47pm
اپډیټ شوی 12/01/2023 په 7:56pm
لخوا Tom Canetti
سرچینه: SBS