مهم ټکي:
- په نیو ساوت وېلز ایالت کې په کرونا وېروس یو زیات شمېر اخته کسان تر اوسه په ټولنه کې ګرځي.
- په کوینزلنډ ایالت کې نوې ثبت شوې پېښې ښیي چې یو زیات شمېر ماشومان په کرونا اخته شوي دي.
- په وېکټوریا ایالت کې د کرونا ۲ نوې پېښې ثبت شوي.
- په سویلي آسټرالیا کې د کرونا وېروس ځینې محدودیتونه کم شوي.
نیو ساوت وېلز
په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس ۲۰۷ نوې پېښې ثبت شوي او یو تن د کرونا وېروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د روغتیا برخې چارواکي وايي چې ۵۰ اخته کسان سره لدې چې په کرونا اخته وه په ټولنه کې ګرځېدلي دي.
په نیو ساوت وېلز ایالت کې شاوخوا ۳۰۰ پوځیان هم په دنده ګمارل شوي ترڅو د دغه ایالت له پولیسو سره د قرنطین په عملي کولو کې مرسته وکړي.
د نیو ساوت وېلز ایالت مشره، ګلادیس بریجکلین د دغه ایالت له اوسېدونکو غوښتنه کوي ترڅو د کرونا واکسین ترلاسه کړي. د کرونا واکسین د مرکزونو لېست دلته لیدلی شئ:
کوینزلنډ
په کوینزلنډ ایالت کې د کرونا وېروس ۱۳ نوې پېښې ثبت شوي چې ډیری یې ماشومان دي او تر ۱۰ کلونو کم عمرونه لري. تر دې دمه په کوینزلنډ ایالت کې د کرونا وېروس ۳۱ فعاله پېښې شتون لري.
د کوینزلنډ ایالت د خزانه داری وزیر کېمرن ډېک، له کوچنیو او د منځنۍ کچې له کاروبارانو سره د ۲۶۰ میلیونه ډالره مرستې اعلان کړی دی.
په کوینزلنډ ایالت کې محدودیتونه د آګسټ د میاشتې تر ۸ نېټې پورې غځول شوي دي.
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د آسټرالیا په نورو سیمو کې څه پېښ شوي:
- په وېکټوریا ایالت کې د کرونا وېروس ۲ نوې پېښې ثبت شوي چې د کرونا وېروس له پخوانیو پېښو سره تړاو لري.
- په سویلي آسټرالیا کې د کرونا وېروس ځینې محدودیتونه له منځه تللي، مګر د ماسک اغوستل تر اوسه پورې جبري دي.
قرنطين، سفر، معاينې کلينيکونه او وبا ناورين پيسو مرستې.
قرنطين او د معاينې چارې د اسټراليا ايالتونو او سيمه ايزو حکومتونو لخوا پر مخ وړل کيږي.
تاسې خپل ايالتونو ويبپاڼو له لارې له ډير معلومات له لاندې لينګونو څخه ترلاسه کولی شئ.
- , , , , , ,
- کوويډ-۱۹ لپاره واکسين ترلاسه کولو لپار پر خپل ژبه معلومات ترلاسه کړئ .
- د نيو ساوت ويلز څو کلتوريز وغتيا اړيکو خدمتونو ته چي ژباړل شوي لدې لينک له لارې لاسرسی ومومئ.
په ايالتونو او ښارونو کې د کرونا ويروس
د اسټراليا ايالتونو او سيمو کې د کرونا ويروس معاينې مرکزونه:
د کرونا ويروس محدوديتونو لګولو وروسته له کاريګرو او کاروبارونو سره پيسو مرستې لپاره لا ډير معلومات له ايالتونو لينکونو څخه ترلاسه کړئ: