مهم ټکي:
- په سیډني ښار کې قرنطین د آګسټ د میاشتې تر ۲۸ نېتې پورې و غځول شو.
- ویکټوریا د کرونا وېروس د یوې پېښې د منبع په اړه څېړنې کوي.
- په سویلي آسټرالیا کې د کرونا هېڅ نوې پېښه نده ثبت شوې.
نیو ساوت وېلز
په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس ۱۷۷ نوې پېښې ثبت شوي او یوې ښځې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د نیو ساوت وېلز ایالت مشرې، ګلاډیس برېجېکلین نن سهار (چهارشنبه) په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې اعلان وکړ چې په سیډني ښار به قرنطین د څلورو نورو اوونیو لپاره وغځول شي. ټاکل شوې ترڅو په نیو ساوت وېلز ایالت کې قرنطین د آګسټ د میاشتې په ۲۸ نېټه پای ته ورسېږي.
د نیو ساوت وېلز ایالت د روغتیا برخې مسئولین وايي چې د اخته کسانو له ډلې څخه ۶۸ کسان، سره لدې چې په وېروس اخته وه په ټولنه کې ګرځېدلي دي.
د نیو ساوت ویلز ایالت روغتیایی چارواکي له ټولو خلکو څخه غواړي ترڅو واکسین ترلاسه کړي. د سیډني ښا اوسېدونکي اوس کولای شي له یو شمېر درملتونونو څخه هم د کرونا واکسین ترلاسه کړي.
وېکټوریا
په وېکټوریا ایالت کې د کرونا وېروس ۹ نوې پېښې ثبت شوي، له دغې ډلې څخه ۸ پېښې له پخوانیو پېښو سره تړاو لري او یوه نوې پېښه تر څېړنې لاندې ده.
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د آسټرالیا په نورو سیمو کې څه پېښ شوي :
- په سویلي آسټرالیا کې د کرنا وېروس هېڅ نوې پېښه نده ثبت شوې.
- تر دې دمه په آسټرالیا کې د کرونا وېروس ۱۱.۵ میلیونه ډوزه واکسین تطبیق شوی دی.
قرنطين، سفر، معاينې کلينيکونه او وبا ناورين پيسو مرستې.
قرنطين او د معاينې چارې د اسټراليا ايالتونو او سيمه ايزو حکومتونو لخوا پر مخ وړل کيږي.
تاسې خپل ايالتونو ويبپاڼو له لارې له ډير معلومات له لاندې لينګونو څخه ترلاسه کولی شئ.
- , , , , , ,
- کوويډ-۱۹ لپاره واکسين ترلاسه کولو لپار پر خپل ژبه معلومات ترلاسه کړئ .
- د نيو ساوت ويلز څو کلتوريز وغتيا اړيکو خدمتونو ته چي ژباړل شوي لدې لينک له لارې لاسرسی ومومئ.
په ايالتونو او ښارونو کې د کرونا ويروس
د اسټراليا ايالتونو او سيمو کې د کرونا ويروس معاينې مرکزونه:
د کرونا ويروس محدوديتونو لګولو وروسته له کاريګرو او کاروبارونو سره پيسو مرستې لپاره لا ډير معلومات له ايالتونو لينکونو څخه ترلاسه کړئ: