په بیجینګ ښار د کرونا وېروس د نویو پېښو له ثبت وروسته یوځل بیا په دغه ښار کې محدودیتونه لګول شوي. په تېرو ۵ ورځو کې د کرونا وېروس شاوخوا ۱۰۰ نوې پیښې په دغه ښار کې ثبت شوي او د ژینفادي د خوړو لوی مارکیټ نویو کسانو ته د ویروس د انتقال اصلي سرچینه بلل کېږي.
د کرونا وېروس لومړۍ پیښه هم د دغه هېواد په ووهان ښار کې ثبت شوې و چې تر هغې ورسته دغه وېروس د نړۍ نورو هېوادونو ته خپور شو او تر دې دمه له ۸ میلیونو څخه زیات کسان په ټوله نړۍ کې د کرونا په وېروس اخته شوي دي.
د چین هېواد څو اوونۍ وړاندې له کرونا وېروس سره د مبارزې په برخه کې بریالی پېژندل کېده چې له همدې امله محدودیتونه هم په دغه هېواد کې کم شوي و. مګر د نویو پېښو له ثبت سره محدودیتونه یو ځل بیا لګول شوي.
د بیجینګ مسولینو د دغه ښار له اوسیدونکي څخه غوښتنه کړې ترڅو له غېر ضروري سفرونو څخه ډډه وکړي او هغه کسان چې غواړي له دغه ښار څخه نورو ښارونو ته ولاړ شي نو د کرونا ټیسټ یې باید منفي واوسېږي.
د ټویټر یو شمېر کارونکي لیکي چې بیجینګ ښار څخه نورو سیمو ته ټول پرازونه لغوه شوي او همدا راز دغه ښار ته هم نوي پروازونه بند شوي. همدا راز په هغو سیمو کې چې نوې پېښې ثبت شوي د نورو سیمو اوسیدونکياجازه نلري یادو سیمو ته ورشي.
په چین هېواد کې تر دې دمه د ۸۳،۲۲۱ کسان په کرونا وېروس اخته شوي او ۴،۶۳۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی. اوسمهال یواځې ۲۲۱ کسان په کرونا وېروس اخته دي او پاتې نور ټول بېرته ښه شوي دي.
په اسټرالیا کې مېشت کسان باید د یو بل ترمنځ، له یو نیم متر څخه زیات فزیکي واټن وساتي.
د کرونا وېروس آزموینه اوسمهال د اسټرالیا په بېلابېلو سیمو کې ترسره کېږي. که چېرې تاسو باور لرئ چې تاسو هم ممکن په کرونا وېروس اخته شوي یاست، نو خپل ډاکټر ته زنګ ووهئ (لیدنه ونکړئ) یا د کرونا وېروس د معلوماتو له ملي مرکز سره په ۰۸۰ ۰۲۰ ۱۸۰۰ شمېره اړیکه ونیسئ. که تاسو په ساه اخیستلو کې ستونزه لرئ نو له 000 شمېرې سره اړیکه ونیسئ.
تاسو کولای شئ، د خپل موبایل له اپ سټور څخه د کوېډ سېف (COVIDSafe) اپلېکېشن ډاونلوډ کړئ.
د اس بي اس شبکه ژمنه ده ترڅو تاسو ته د کرونا وېروس په اړه ستاسو په ژبه باوري راپورونه چمتو کړي. دلته تاسو کولای شئ په ۶۳ ژبو خبرونه او معلومات پیدا کړئ: