د آسټرالیا حکومت اعلان کړی چې تر دې وورسته هغه کسان هم کولای شي د فایزر او مډرنا شرکتونو واکسین ترلاسه کړي چې تر ۶۰ کلونو لوی عمرونه لري. د حکومت له دغې پرېکړې سره کېدای شي شاوخوا ۳۰۰ زره لوی عمر لرونکي اسټرالیایانو د کرونا واکسین ترلاسه کړي.
د آسټرالیا فدرال حکومت وايي چې اوسمهال د ټولو آسټرالیایانو لپاره کافي اندازه واکسین شتون لري ترڅو د خپلې خوښې واکسین ترلاسه کړي.
د آسترالیا د فدرالي حکومت د روغتیا وزیر ګرېګ هنټ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د جمعې له ورځې څخه د آسټرالیا هغه اوسېدونکي چې له ۶۰ کلونو لوی عمرونه کولای شي د فایزر او مډرنا شرکتونو واکسین ترلاسه کړي.
ښاغلي هنټ خبریالانو ته د خبرو پرمهال ویلي چې دا د هغو کسانو لپاره چې له ۶۰ کلونو لوی عمرونه لري یو فرصت دی ترڅو وړاندې راشي او واکسین ترلاسه کړي.
هغه وايي : "دغه واکسینونه - که هغه آسټرا زنیکا، فایزر یا مډرنا دی. د دغو له ډلې څخه هر یو واکسین، ستاسو ژوند ژغورلی شي او د هغو ژوند ژغورنه کوي چې ستاسو شاوخوا ته دي."
"مهرباني وکړئ انتظار مه کوئ، مهرباني وکړئ ځنډ مه کوئ، مهرباني وکړئ مخکې راشئ."
لا ډېر ولولئ

د کرونا وېروس واکسینونه څومره ګټور دي؟
په آسټرالیا کې تر دې دمه د کرونا وېروس شاوخوا ۲۸ میلیونه ډوزه واکسین د دغه هېواد په ایالتونو او سیمو کې تطبیق شوی دی.
د آسټرالیا د روغتیا وزارت لخوا خپرې شوې شمېرې ښيي چې د سپتمبر تر ۲۹ نېټې پورې د آسټرالیا ۷۷.۸ سلنه کسانو لږ ترلږه د کرونا ویروس یو ډوز واکسین ترلاسه کړی وه. مګر ۵۴.۲ سلنه کسانو بیا د کرونا وېروس دواړه ډوزه واکسین ترلاسه کړی.