د آسټرالیا فدرال حکومت دا خبره تائید کړې چې د دغه هېواد ټول عسکر له افغانستان څخه بهر ویستل شوي او د آسټرالیایانو او ویزه لرونکو افغانانو د ژغورلو عملیات درول شوي دي.
افغان او امریکايي چارواکي وايي چې د کابل هوايي ډګر مخ ته دوه چاودنې ترسره شوي او د ۱۲ امریکايي سرتېرو په ګډون له ۷۰ زیات کسان په دغو بریدونو کې وژل شوي دي.
د آسټرالیا دفاع وزیر نن سهار دا خبره تائیده کړه چې د ژغورنې عملیات د پنجشنبې د شپې له عملیاتو وروسته ځنډول شوي دي.
هغه وايي چې ټول هغه کسان چې د ژغورنې په عملیاتو کې شامل وه، خوندي دي.
"زه ډیر خوشحاله او راحت یم چې زموږ سرتیري له کابل څخه وتلي دي، او مونږ پرون و توانېدو ترڅو د خپلو وروستي کسانو د راویستلو پریکړه وکړو، او دوی په متحده عربي اماراتو کې خوندي دي، او زه د دې لپاره ډیر خوښ یم."
ښاغلي ډټن له ناین شبکې سره په خبرو کې ویلي چې دا یوه "وحشتناکه" ورځ وه، هغه د خلکو د ژوند په ترلاسه ورکولو او په ځانګړي توګه د آسټرالیا لپاره، د امریکایانو د ژوند په ترلاسه ورکولو ډیر خواشینی دی.
"دا هغه خلک دي چې په حقیقت کې یې د زرګونو آسټرالیایی اتباعو او ویزې لرونکو سره مرسته کړې."
سره لدې چې یو زیات شمېر هېوادونو له افغانستان څخه د خپلو اتباعو او ویزه لرونکو کسانو د ویستلو عملیات درولي، امریکا غواړي د روانې میاشتې تر ۳۱ نېټې پورې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.
هغو آسټرالیایانو او ویزه لرونکو افغانانو ته چې په کابل کې پاتې دي ویل شوي ترڅو د کابل له هوايي ډګر څخه لرې وه اوسېږي.
د آسټرالیا لومړي وزیر سکاټ موریسن د دغه برید په اړه یو ټویټ کړی او د تېرې شپې برید یې په کله غندلی دی.
د آسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې مریس پاین هم په افغانستان کې وروستي بریدلونه غندلی او ویلي یې دي چې د آسټرالیا ټول پرسونل خوندي دی.
تېره ورځ د آسټرالیا حکومت د دغه هېواد له تابعیت لرونکو او ویزه لرونکو کسانو څخه غوښتنه کړې وه ترڅو د کابل هوايي ډګر ته له ورتګ څخه ډډه وکړي.
د امریکا او بریټانیا یو شمېر رسنیو هم د بریدونو د احتمال په اړه خبرونه خپاره کړي وه، تر اوسه پورې په کابل کې د بریدونو مسئولیت کومې ډلې پرغاړه ندی اخیستی.