طالبانو وياند سهيل شاهين سره ځانګړې مرکه: نړيوال بايد افغانستان بيا رغونه کې برخه واخلي

اس بي اس پښتو سره ځانګړو خبرو کې د طالبانو وياند شهيل شاهين وويل، اسټراليا او نور هيوادونه اخلاقي دنده لري ترڅو افغانستان بيا رغونه کې برخه واخلي. کار پوهان وايي، طالبان اقتصادي اړخه ډيرې مرستې ته اړتيا لري

A March 19, 2021 file photo of Suhail Shaheen, Afghan Taliban spokesman.

A March 19, 2021 file photo of Suhail Shaheen, a Taliban spokesperson who was set to speak during the AFIC event. Source: AP

اس بي اس پښتو خپرونې سره ځانګړې مرکه کې د طالبانو وياند سهيل شاهين وويل، افغانستان نړيوالې مرستې ده ډيره اړتيا لري.

نوموړي زياته کړه، طالبان ټولو بهرنيو اتباعو ته چې له افغانستان سره مرسته کوي د امنيت زمينه برابروي.

د طالبانو وياند او لوړ پوړي چارواکي سهيل شاهين اس بي اس پښتو خپرونې سوالونو ته غږيز پيغامونه راستولي او وايي، هغو هيوادونو چې افغانستان اشغال کړی وه او لسيزو جګړو کې بوخت ول هغوی اخلاقي دنده لري ترڅو افغانستان بيا رغونې کې برخه واخلي.

“ تيرو ۲۰ کلونو کې زمونږ هيواد اشغال شوی وه او مونږ خپل هيواد آزادی لپاره جګړه کوله، اوس چې دا هر څه ختميږي او بهرني ځواکونه له افغانستان څخه بهر وځي نو افغانستان رغونې لپاره ډيره اړتيا موجوده ده.“
دا خبرې داسې حال کې مطرح کيږي چې اسټراليا او نور هيوادونه هڅه کوي ترڅو له کابل څخه خپل اتباع او نور بهرني او افغانان له افغانستان څخه بهر وباسي.

يادو کسانو کې چې له افغانستان څخه بهر ويستل کيږي په هغوی کې د اسټراليا حکومت پخواني قرارداديان هم شامله دي.

تر اوسه اسټراليا له کابل څخه شاوخوا ۱۸۰۰ کسان بهر ويستلي دي.
UK coalition forces, Turkish coalition forces, and US Marines assist a child during an evacuation at Hamid Karzai International Airport on 20 August 2021.
UK coalition forces, Turkish coalition forces, and US Marines assist a child during an evacuation at Hamid Karzai International Airport on 20 August 2021. Source: AAP
طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد خبريالانو ته خبرو پر مهال وويل، د روانې مياشت ۳۱ نيټه وروسته امريکايان او بهرني پوځيان بايد افغانستان څخه بهر شي او بله خوا د افغانانو ويستلو چارې دې هم همدې ورځو کې بشپړې کړي.

بله خوا د اسټراليا په ګډون ځينو نورو هيوادونو خپل وګړو او ويزو لرونکو ته سپارښتنه کړې چې د اسټراليا حکومت لخوا له اړيکې نيولو پرته دې حامد کرزي ډګر ته سفر نه کوي.

اس بي اس پښتو خپرونې سره خبرو پر مهال د طالبانو وياند ښاغلي سهيل شاهين وويل، دا چې مونږ راتلونکي پر لور روان يو، غواړو له نړۍ هيوادونو سره ښې اړيکې ولرو. 

ښاغلی وايي، دا مهال ۷۰ سلنه د افغانانو د فقر کرښې لاندې ژوند کوي او ددوی ښه راتلونکي لپاره له نړۍ سره ښې اړيکې اړينې دي.

“مونږ غواړو چې بهرنيان افغانستان کې پاتې شي او دلته کار وکړي، مونږ د هغوی کار چاپيريال ته امنيت برابروو، موسسې، سفارتونه او داسې نور دې افغانستان کې پاتې شي.“

د افغانستان اقتصاد له ستر خطر سره مخ دی

څيړونکی او رغونې چارو پوه ښاغلی محب اقبال وايي، د طالبانو واکمن کيدو وروسته د هغوی تر ټولو ستره غوښتنه نړيوال مشروعيت او هم مالي مرستو جذبول دي.

" دا دوحې سولې پروسې راهيسې د هغوی دريځ دی او پيغامونه دي، هغوی پر خپل ځينو ژمنو عمل کړی چې په هغوی کې پر امريکايانو او نورو بهرنيو نه بريد کول دي."

"طالبان بهرنيو ته اجازه ورکوي ترڅو خپل وکړي او نور له کابل څخه بهر وباسي، او همدا دا ښايي چې طالبان بهرنيو پر وړاندې خپل ژمنو باندې ولاړ دي، ولې بيا بله خوا طالبانو افغانانو او پخواني دولت پر وړاندې لږ پر خپل ژمنو ولاړ وه او همدا وه چې پخوانی حکومت ونړيده."

محب اقبال دا مها نړيوال بانک سره د سلاکار په توګه کار کوي ترڅو افغانستان کې پراختيايي پروګرامونه مخې ته يوسي.

ښاغلی وايي، د افغانستان اقتصاد ډير بد حالت کې دی او که چيرې ژر ونه ژغورل شي له مينځه ځي.
Taliban spokesman Suhail Shaheen
Taliban spokesman Suhail Shaheen was involved in the negotiations between the group and US. Source: AAP

ښاغلی اقبال وايي، "افغانستان کې وروستيو پيښو څخه مخکې بشري حالت بد ښودل شوی وه او د ميليونو افغانانو حالت کړکيچن ښودل شوی، افغانانو ته د خوراکي توکو مرستې بيړې سره اړتيا ده. د افغانستان حکومت ړنګيدو وروسته بانکونه تړل شوي، مارکيټونه بند دي، دولتي ادارې فعاليت نه کوي او طالبان هيڅ بوديجه نه لري ترڅو د ښوونکو، ډاکټرانو، پوليس او نورو تنخواوې ورکړي."

اس بي اس پښتو د اسټراليا بهرنيو چارو وزارت سره اړيکه نيولې ترڅو د حکومت دريځ ترلاسه کړي.


شریکول
خپور شوی 25/08/2021 په 10:54pm
اپډیټ شوی 12/08/2022 په 2:59pm
لخوا Abdullah Alikhil, Peter Theodosiou