Breaking

په وېکټوریا ایالت کې یو ځل بیا د کرونا وېروس تر ټولو کمې نوې پېښې ثبت شوي

په تېرو دوه نیمو میاشتو کې دا لومړی ځل دی چې په وېکټوریا ایالت کې د کرونا وېروس تر ټولو کمې نوې پېښې ثبت شوي.

A person wearing a face mask is seen outside of Flinders Street Station in Melbourne, Monday, 10 August, 2020.

A person wearing a face mask is seen outside of Flinders Street Station in Melbourne, Monday, 10 August, 2020. Source: AAP

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په وېکټوریا ایالت کې د کرونا وېروس ۳۵ نوې پېښې ثبت شوي او ۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

په تېرو دوه نیمو میاشتو کې دا لومړی ځل دی چې په وېکټوریا ایالت کې د کرونا وېروس تر ټولو کمې نوې پېښې ثبت شوي.

خپرې شوې شمېرې ښيي چې په یاد ایالت کې د کرونا ویروس د نویو پېښو شمېر د کمېدو په حال کې ده. د تېرې شنبې په ورځ ( سپتمبر ۱۲) د کرونا وېروس ۳۷ پېښې ثبت شوې وې.
د ۳۵ نویو پېښو له ثبت سره په وېکټوریا  ایالت کې په کرونا وېروس د اخته کسانو شمېر ۱۹۸۷۰ کسانو ته رسیدلی. د اخته کسانو له ډلې څخه ۱۷۸۹۳ کسان بېرته ښه شوي او ۱۱۸۵ کسان په روغتونو کې تر درملنې لاندې دي.

په وېکټوریا کې د کرونا وېروس د پېښو له کموالي سره په محدودیتونو کې هم کموالی راغلی. د سپتمبر د میاشتې له ۱۳ نېټې څخه په ملبورن ښار کې ګرځبندیز د شپې د ۸ بجو پر ځای د شپې په ۹ بجو پېلېږي او خلک کولای شي د ورځې دوه ساعته له خپل کور څخه بهر د ورزش  لپاره ووځي.
په وېکټوریا ایالت کې د کرونا وېروس د پېښو له کموالي سره د آسترالیا په پېښو کې هم کموالی راغلی ځکه په وروستو څو میاشتو کې شاوخوا ۹۵ سلنه نوې پېښې یواځې په وېکټوریا کې ثبتېدلې.

خپرې شوې شمېرې ښيي چې تر دې مهاله په ټوله آسټرالیا کې ۲۶،۶۸۶ کسان په کرونا وېروس اخته شوي. له دغې ډلې څخه ۲۳،۲۶۹ کسان بېرته ښه شوي، ۸۱۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او پاتې نور تر درملنې لاندې دي.
د آسټرالیا اوسېدونکي باید له یو بل سره ۱.۵ متره فاصله وساتي.

په خپل ایالت یا سیمې کې د محدودیتونو په اړه وروستي معلومات دلته پیدا کولای شئ[].

که چېرې تاسو باور لرئ چې تاسو هم ممکن په کرونا وېروس اخته شوي یاست،  نو خپل ډاکټر ته زنګ ووهئ (لیدنه  ونکړئ) یا د کرونا وېروس د معلوماتو له ملي مرکز سره په  ۰۸۰ ۰۲۰ ۱۸۰۰ شمېره اړیکه ونیسئ. 

د اس بي اس شبکه ژمنه ده ترڅو تاسو ته د کرونا وېروس په اړه ستاسو په ژبه باوري راپورونه چمتو کړي. دلته تاسو کولای شئ په ۶۳ ژبو خبرونه او معلومات پیدا کړئ: 

 


شریکول
خپور شوی 14/09/2020 په 10:07am
اپډیټ شوی 14/09/2020 په 10:12am
سرچینه: AAP, SBS