د آسټرالیا د کډوالو چارو وزیر الیکس هاک د یوې اعلامیې په خبرولو سره ویلي چې په دغه هېواد کې د لنډمهاله ویزو درلودونکي افغانان بېرته افغانستان ته نه استول کېږي او له دوی څخه به ملاتړ وشي.
ښاغلی هاک وايي، د آسټرلیا حکومت له ۲۰۱۳ کال راهیسې د آسټرالیا د بشردوستانه پروګرام له لارې شاوخوا ۸۵۰۰ افغانانو ته د آسټرالیا ویزې ورکړي.
په دغه ډله ۱۸۰۰ هغه ترجمانان او محلي کار کوونکي شامل دي چې له آسټرالیا سره یې به افغانستان کې مرسته کړې.
د آسټرالیا د کډوالو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې راغلي د ۲۰۲۱ کال د اپریل د میاشتې له ۱۵ نېټې څخه تر دې دمه پورې ۶۴۰ تنه هغه افغان آسټرالیا ته راغلي چې په افغانستان کې یې له افغان ځواکونو سره دنده ترسره کړې وې.
د ګډوالو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې آسټرالیا به د بشردوستانه او بیا میشتېدنې پروګرامونو سره نړیوال بشردوستانه مسؤلیتونو ته ادامه ورکړي.
په همدې حال کې په آسټرالیا کې مېشت افغانان د دغه هېواد له حکومت څخه غوښتنه کوي ترڅو د کورنیو د پاتې غړو په ژغورلو کې ورسره مرسته وکړي.
توریالي رزاقي په افغانستان کې د آسټرالیا له حکومت سره د یوه ژباړونکي په توګه ۱۰ کاله کار کړی دی او اوسمهال په آسټرالیا کې ژوند کوي. نوموړی د آسټرالیا له حکومت څخه غوښتنه کوي ترڅو د هغه کورنۍ وژغورل شي.

توریالی رازق (وسط) با یک سرباز آسترالیایی در افغانستان Source: Supplied
د تېرې اوونۍ پښې په ښاغلي رزاقي باندې ناوړه اثر کړی کړی، هغه وايي : " ما ونشو کولای ویده شم، ما په دوامداره توګه ژړل. زما هیواد او موږ چې په تیرو څو کلونو کې څومره پرمختګ کړی، دا ټول اوس له منځه ولاړل."
نوموړی اوس پدې اړه اندېښمن دی چې طالبان کېدای شي د دې لپاره د هغه کورنۍ و ځوروي چې ده له بهرنیانو سره کار کړی دی.
هغه وايي "زما د کار له امله دوی کولی شي زما له مور، زما ورور، زما خور څخه غچ واخلي او دا هغه څه دي چې زه یې په اړه وېره لرم او ما اندیښمنوي ځکه چې له دوي سره څه پیښیږي زما له امله به وي."
په داسې حال کې چې یو شمېر خلک د خپل ژوند او دوستانو د خونديتوب په اړه اندیښمن دي، طالبان وايي چې ټولو هغو خلکو ته یې عفوه کړې چې له پخواني حکومت او بهرنیانو سره یې دندې ترسره کړي.