سرټګي
- د افغانستان د امانت صندوق بورد تېره اوونۍ د لومړۍ ځل لپاره په جنوا کې غونډه وکړه.
- د افغانستان د پکتیا ولایت په دنډپټان ولسوالۍ کې ډیورند سره په کرښه تېره اوونۍ د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتې له امله لسو کسانو ته مرګ ژوبله وواښته.
- د افغانستان په اړه د نړیوال بانګ یوې سروې تېره اوونۍ وښوده چې په دغه هېواد کې د ژوند شرایط لاپسې سخت شوي دي.
- وسله والو طالبانو تېره اوونۍ د لومړی ځل لپاره شرعې حدود په عام محضر کې تطبیق کړل.
- د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېره اوونۍ د ډله ییز امنیت تړون سازمان یا( CSTO )غونډه کې له افغانستان د سیمې هېوادونو ته د ترهګرۍ د پراخیدو په اړه اندېښنه وښوده.