ایډز یوه نړیواله پېژندل شوې ناروغي ده چې په ټوله نړۍ کې په میلیونهاوو کسان پرې اخته دي.
د ایډز ناروغۍ لومړۍ پېښه په ۱۹۸۱ کال کې ثبت شوې ده. د وخت په تېرېدولو سره په دغه ناروغۍ د اخته کسانو په شمېرې کې زیاتوالی راغلی دی.
LISTEN TO

په ایډز ناروغۍ د یوې اخته پښتنې کورنۍ د ژوند کیسه
SBS Pashto
09:31
د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوالې ادارې لخوا خپاره شوي مالومات ښيي چې په تېرو شاوخوا ۴۰ کلونو کې له ۷۸ ملیونو زیات کسان د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې په ایډز ناروغۍ اخته شوي.
په تېرو څلورو لسیزو کې شاوخوا ۳۵ میلیونه کسانو د ایډز ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي خو لا تراوسه په ټوله نړۍ کې ۳۹.۹ میلیونه داسې کسان ژوند کوي چې په ایډز ناروغۍ اخته دي.
مهرباني وکړئ لا دېر معلومات په رپوټ کې واوروئ.
LISTEN TO

په خیبر پښتونخوا کې د ایډز ناروغانو شمېر زیات شوی
SBS Pashto
12:40
په دغه رپوټ کې د ایډز ناروغۍ په اړه عمومي معلومات شامل دي، د ځانګړې مشورې لپاره مهرباني وکړئ خپل فامیلي ډاکټر سره خبرې وکړئ.