د هېنلي او پارټنرز ادارې د پاسپورټونو په درجه بندۍ کې د جاپان، سنګاپور، جرمني، فرانسې، ایټالیا او اسپانیا پاسپورټونو ته لومړی او د افغانستان پاسپورټ ته وروستی ځای ورکړل شوی دی.
سره لدې چې د پاسپورټونو په درجه بندۍ کې د افغانستان پاسپورټ د نړۍ تر ټولو کمزوری پاسپورټ معرفي شوی، خو د دغه هېواد اوسېدونکي کولای شي د نړۍ ۲۸ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي.
په یاد لېست کې له افغانستان مخکې د سوریې، عراق او پاکستان نومونه لیدل کېږي>
د طالبانو حکومت له تېرو څو ورځو راهیسې د پاسپورټونو لپاره د افلاین غوښتنلیکونو د اخېستو لړۍ پیل کړې ده.
که څه هم د دغه بهیر پیل ته یو شمېر افغانان خوښ دي خو د پاسپورټ یو شمېر غوښتونکي بیا په دې ریاست کې د کاغذي غوښتونلیکونو د اخیستو په بهیر کې له ګډوډۍ او بې نظمۍ شکایت کوي.
د کابل ښار ځینې نور اوسیدونکي بیا د پاسپورټ له ټکني بهیره اندېښنه څرګندوي او وايي، چې له څو مېاشتنې انتظار وروسته هم پر دې نه دي توانیدلي چې پاسپورټ ترلاسه کړي.
دوی که څه هم د پاسپورټونو لپاره د افلاین غوښتنلیکونو د اخېستو بهیر پیل ته خوښ دي خو سر له هغه هم د پاسپورټ ریاست څخه غواړي چې په کابل ښار کې دې د پاسپورتونو د ویش لړۍ نور هم چټګه کړي ترڅو خلکو ته په دې برخه کې لا ډیرې اسانتیاوې رامنځته شي.
مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.
زموږ خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.