د کرونا وېروس پېښو له کموالي سره څرنګه کولای شئ بېرته په خوندي ډول خپلو کاري دفترونو ته ستانه شئ؟

Majority of Australian employees would like to continue working from home post-COVID-19

Majority of Australian employees would like to continue working from home post-COVID-19 Source: SBS

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

د کرونا وېروس وبا د دې لامل ګرځېدلې ترڅو په تېر یوه کال کې کارکوونکي ونشي کولای خپلو دفترونو او کار ځایونو ته ولاړ شي. د اسټراليا په ګډون نړۍ ځينو هيوادونو کې د وضيعت ښه والي سره اوس کاري ادارې خپل کاريګو څخه غواړي ترڅو بيرته دفترونو ته ستانه شي.


 په آسټرالیا کې د وضعیت له ښه والي سره اوس یو زیات شمېر کارکوونکي‌ د خپل کار ځایونو ته ستانه شوي او پاتې نور د ستنېدو په حال کې دي.

نوې څیړنې ښيي چې د هرو پنځو آسټرالیایانو له ډلې څخه دوه آسټرالیایان په کاري ځای کې د حفظ الصحې په اړه اندیښمن دي.

لانا بورګونو وېچ د آسټرالیا په سیډني ښار کې کار کوي. هغه وايي چې په کور کې د خوندیتوب احساس کوي ځکه ډیر خلک هلته شتون نلري یواځې هغه او خاوند یې په کور کې  ژوند  کوي.

هغه زیاتوي چې په کور کې تاسو اړتیا نلرئ  ترڅو د یوې سطحې د مینځلو په اړه اندیښنه ولرئ.

تاسو ته مو له ډير ځنډ وروسته بيرته کاري چاپيريال کې کار پيلولو په اړه رپوټ چمتو کړی چې دلته يې اوريدلی شئ.


شریکول