ولور چې د افغانستان په مختلفو سيموكې په بېلا بېلو نومونو لكه طويانه، ګله، قلين او شير بها يادېږي، يو داسې دود دی چې اخيستل ېې د زرګونو ټولنيزو كړكېچونو او ستونزو لامل ګرځېدلی.
دغه دود چې له پېړیو یې افغانان پالي ډیرې نجونې او هلکان یې له ګډ ژوند بې برخې کړي او یا یې د ځوانۍ له فصله ویستي دي.
د ولور په ا خېستو کې بیا ځېنې توپیرونه شته، ځېنې یې کم خو ځېنو ته بیا سرې کرښې دي!
LISTEN TO

د کتابونو د پېر او پلور بازار: په افغانستان کې د کتاب پلورنې وضعیت څه ډول دی؟
SBS Pashto
07:59
تر ټولو زیات ولور په سویل او شمالي ولایتونو کې دود دی چې له ۶ تر ۱۲ لکه افغانیو ښودل کیږي.
که څه هم ولور شرعي او دیني حکم نلري، خو له پخوا په افغانستان کې دغه ټولنیزه پدېده د یوه کلتور او دود په څیر شتون لري.
خو ددې بد رواج تر ټولو اغیزمن بیا هغه پیغلې او ځوانان دي چې له کوژدې وروسته کلونه کلونه له واده پاتې کیږي
مهرباني وکړئ په دې اړه لا ډېر معلومات دلته په رپوټ کې واوروئ.
LISTEN TO

په افغانستان کې یو فعال ځوان غواړي د کرېکټ په مرسته ځوانان له نشه يي توکو را وګرځوي
SBS Pashto
04:16
د اس بي اس پښتو خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.