ټاکل شوې وه ترڅو د پښتو ژبې پېژندل شوی سندرغاړی جاوید امیرخیل، نعیم توري، مسکان فیاض او یو شمېر نور موسیقي غږونکي په نړیوال فامیلي فېسټیوال کې د اجرا لپاره آسټرالیا ته راشي، مګر په آسټرالیا کې د دغه پروګرام تنظیمونکی، زوهیب بنګش وايي چې آسټرالیا د دوي ویزې رد کړي دي.
ښاغلی بنګش وايي: "د ټولو ویزې رد شوې او دلیل یې دا ویلی چې دوي [آسټرالیا ته] راځي او بېرته نه ځي".
"موږ اندېښمن نه یو، انشاالله ډېر ژر، په راتلونکې اوونۍ کې به بیا [د دوي د ویزو لپاره] غوښتنلیک وسپارو."
ښاغلي بنګش د همدغې موضوع په اړه له اس بي اس پښتو سره یو غږیز پیغام شریک کړی، تاسو کولی شئ لا ډېر معلومات په غږیز پیغام کې واورئ.
LISTEN TO

د آسټراليا بشردوستانه ويزو ته کوم کسان غوښتنليک سپارلى شي؟
SBS Pashto
08:58
د اس بي اس پښتو خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.