سره لدې چې ساتونکي د نورو ساتنه او خدمت کوي، مګر په آسټرالیا کې دوي کولای شي په خپله هم ځینې وړیا خدمتونو ته لاسرسی ولري.
پیټي کیکوس، یوه تجربه لرونکې مشاوره او د ټولنیز خدمتونو د برخې کارکونکې ده. هغه وايي، د ساتونکي دنده داسې یو رول ندی چې خلک ورته درخواست وکړی بلکې په ناڅاپي، فشار لرونکو او داسې حالتونو کې خلکو ته په میراث پاتې کېږي چې د وړاندوینې وړ ندي.
آغلې کیکوس وايي، پالونکي داسې خلک دي چې بې معاشه داسې خلکو ته خدمات وړاندې کوي چې د خپل ورځني ژوند لپاره مرستې ته اړتیا لري، څوک چې معیوبیت لري، رواني روغتیايي حالت یې ښه ندی،لاعلاجه او یا هم کمزوري دي.
د یوه ساتونکي شخص مسئولیتونه کېدای شي له فزیکي او شخصي مسئولیتونو څخه شروع تر احساساتي مسئولیتونو پورې واوسېږي.