د افغانستان او زمبابوې لوبډلو تړمنځ سیالۍ د ډسمبر په ۹مه نېټه پېلېږي او د جنورۍ تر شپږمې دوام کوي.
په یاده بشپړه لوبلړۍ کې درې شل اوریزې، درې یو ورځنۍ او دوه تېسټ سیالۍ شاملې دي.
د مهالویش له مخې د دغې لوبلړۍ شل اوریزې لوبې به د ډسمبر میاشتې په ۹مه، ۱۱مه او ۱۲مه او نړیوالې یو ورځنۍ لوبې د ډسمبر په ۱۵مه، ۱۷مه او ۱۹مه نېټه ترسره شي.
دغه راز د تېست سیالیو لومړۍ لوبه به يې د مهالویش پر اساس د ډسمبرله ۲۶مې نېټې تر ۳۰ مې او دوېیمه لوبه به د جنورۍ له دوېیمې تر ۶مې نیټې ترسره شي.
افغانستان او زمبابوې تر دې مخکې هم د کرېکټ په دریواړو فارمټونو کې خپلمنځۍ لوبلړۍ لرلي، خو پخوا يې کله هم دومره ډیرې لوبې په یو ځل نه دي ترسره کړي.
د افغانستان کرېکټ بورډ بیا له زمبابوې سره دغه سیالۍ مهمې بولي او وايي، ۲۰۲۴ کال د افغانستان کرېکټ بورډ لپاره له لاسته راوړونو ډګ کال وه.
د افغانستان د کرېکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات اس بي اس پښتو ته وویل، ددغو سیالیو لپاره افغان لوبډله بشپړه چمتو ده او تمه ده لوبډله د ډسمبر په لومړیو کې زمبابوې ته سفر وکړي.
مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.