ټاکل شوې وه ترڅو د تېر کال په نومبر میاشت کې د آسټرالیا او افغانستان د ملي لوبډلو ترمنځ، لومړنۍ ټېسټ لوبه ترسره شي، مګر د کرونا وېروس د محدودیتونو له امله یاده تاریخي لوبه یو کال و ځنډول شوه او پرېکړه وشوه ترڅو یاده لوبه د ۲۰۲۱ کال د نومبر په ۲۷ نېټه ترسره شي.
په داسې حال کې چې د افغانستان د ملي لوبډلې مینه وال تمه لري ترڅو دغه تاریخي لوبه ترسره شي، د آسټرالیا د کرېکټ اداره وايي که چېرې طالبان ښځو ته د ورزش اجازه ورنکړي نو د افغانستان او آسټرالیا د لوبډلو ترمنځ تاریخي ټیسټ لوبه به لغوه کړي.
په آسټرالیا کې مېشت افغان د دغه هېواد د کرېکټ له ادارې څخه غوښتنه لري ترڅو د افغانستان او آسټرالیا ترمنځ د کرېکټ لومړنۍ ټیسټ لوبه راتلونکې میاشت ترسره شي.
د آسټرالیا په سیډني ښار کې مېشت افغان کریکټر حمید خیرخواه وايي چې د افغانستان کرېکټ له ډېر سخت حالت سره مخ ده، پکار ده ترڅو آسټرالیا ورسره پدې سخت حالت کې مرسته وکړي.

په آسټرالیا کې مېشت افغان آسټرالیایی کرېکټر، حمید خیرخواه ) Source: Supplied by source
ښاغلی خیرخواه وايي دا هېڅکله "صحیح تصمیم نده" ترڅو د افغانستان او آسټرالیا ترمنځ ټېسټ لوبه لغوه شي ځکه لدې کار سره د افغانستان کرېکټ شاته پاتې کېږي.
"مونږ نه غواړو چې د افغانستان کرېکټ بېرته شاته ولاړ شي."
"د دې پرځای چې دوي [د آسټرالیا کرېکټ] پدې بد وخت کې هغوي [د افغانستان ملي لوبډله] یوازې پریږدي، باید ورسره خواخوږي وشي او ورسره سره مالي مرسته و شي."
د افغان آسټرالیايي ځوانانو د ټولنې غړی، ښاغلی ضیاالحق عبدالرحیمزی وايي چې د افغانستان او آسټرالیا ترمنځ راتلونکې لوبه ډېره اړینه ده ترڅو ترسره شي، دغه لوبه به د افغانستان د ملي لوبډلې د زده کړو باعث وګرځي او په راتلونکې کې به افغان ملي لوبډله نورو نړیوالو لوبو ته هم آماده شي.

(د افغان آسټرالیايي ځوانانو د ټولنې غړی، ښاغلی ضیاالحق عبدالرحیم زی (ښي خوا ته Source: Supplied by source
ښاغلی عبدالرحیمزی وايي: "زما په نظر دا ډېره اړینه ده ترڅو دا لوبه ترسره شي، نه یواځې دا چې دا به لومړنۍ لوبه وي بلکې دا لوبه به یوه قوي ټیم سره وي."
"دا لوبه به د افغانستان [ د ملي لوبډلې ] د زده کړو باعث وګرځي. د آسټرالیا د ټیم د لوبې تخنیکي ځانګړتیاوو سره به دوي آشنايي پیدا کړي."
په همدې اړه اس بي اس پښتو راډیو، په سویلي آسټرالیا کې د پښتنو د ټولنې له مشر ښاغلي عزیر صافي، په سیډني کې له مېشت افغان آسټرالیایي کرېکټر ښاغلي حمید خیرخواه او د افغان آسټرالیايي ځوانانو د ټولنې له غړي ښاغلي ضیاالحق عبدالرحیمزي سره مرکې ترسره کړې چې تاسو کولای شئ دلته یې واورئ.